
ظواهري: مسلمانان دې هر ځای د امریکا پر ضد جګړه پيل کړي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د سټمبر د ۱۱مې اوولسمې کلیزې په مناسبت د القاعدې جهادي ډلې مشر دوکتور ايمن الظواهري په يوه ويديويي وينا کې له خپلو پلويانو او ټولو مسلمانانو غوښتي، چې د امریکا پر ضد په هر ځای کې په عقيدې وجنګيږي.
د القاعدې خپرندوی ادارې «السحاب» له لوري «له امريکا سره څنګه مقابله وکړو؟» تر عنوان لاندې په خپره شوې ويډيو کې ايمن الظواهري ويلي، چې د امریکا متحده ايالات د نړۍ په هر ځای کې د مسلمانانو په ځپلو او ځورولو بوخت دي.
ظواهري زياته کړې، چې واشنګټن په مستقيم او غیر مستقيمه توګه مسلمانان ځوروي او د هند، ایران او روسیې په ګډون د ټولو هغو جهتونو ملاتړ کوي، چې له مسلمانانو سره په جګړه اخته دي.
د القاعدې مشر له خپلو پلويانو غوښتي، چې د عامه رايې د پوهاوي لپاره بايد کار وکړي، چې څه ډول مسلمانان د امریکا پر ضد جګړه او مقاومت وکولی شي.
دوکتور ايمن الظواهري له خپلو پلويانو او ټولو مسلمانانو غوښتي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې له امریکا سره جګړه وکړي او ټينګار يې کړی، چې دغه جګړه د عقيده ده او بايد په ټينګه توګه يې پر مخ بوځي.
د القاعدې جهادي ډلې مشر له خپلو پلويانو غوښتي: «موږ بايد د دښمن د قوانينو په رڼا کې خپل جګړه پر مخ بو نه ځو، موږ د سيکولر نظام قوانينو په پلي کولو پرمختګ نه شو کولی؛ ځکه داسې کارونه یوازې او يوازې د دين او دنيا زيان او ناکامي ده او په ځانګړې توګه د عربي پسرلي انقلاب ناکامي زموږ لپاره ښه مثال دی.»
ظواهري له هغو ملايانو د لرې اوسېدو ټينګار کړی، چې «د کرايې لپاره يې ږيرې اوږدې کړي، د ډالرو، ريالو او استخباراتو سلفيان دي او د حاکمانو اتباع کوي.»
د القاعدې مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امریکا په دې باور ده، چې دغه ډله يې تر ډېره کمزورې کړې او له منځه وړې ده.