fbpx

ظواهري: مسلمانان دې هر ځای د امریکا پر ضد جګړه پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د سټمبر د ۱۱مې اوولسمې کلیزې په مناسبت د القاعدې جهادي ډلې مشر دوکتور ايمن الظواهري په يوه ويديويي وينا کې له خپلو پلويانو او ټولو مسلمانانو غوښتي، چې  د امریکا پر ضد په هر ځای کې په عقيدې وجنګيږي.

د القاعدې خپرندوی ادارې «السحاب» له لوري «له امريکا سره څنګه مقابله وکړو؟» تر عنوان لاندې په خپره شوې ويډيو کې ايمن الظواهري ويلي، چې د امریکا متحده ايالات د نړۍ په هر ځای کې د مسلمانانو په ځپلو او ځورولو بوخت دي.

ظواهري زياته کړې، چې واشنګټن په مستقيم او غیر مستقيمه توګه مسلمانان ځوروي او د هند، ایران او روسیې په ګډون د ټولو هغو جهتونو ملاتړ کوي، چې له مسلمانانو سره په جګړه اخته دي.

د القاعدې مشر له خپلو پلويانو غوښتي، چې د عامه رايې د پوهاوي لپاره بايد کار وکړي، چې څه ډول مسلمانان د امریکا پر ضد جګړه او مقاومت وکولی شي.

دوکتور ايمن الظواهري له خپلو پلويانو او ټولو مسلمانانو غوښتي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې له امریکا سره جګړه وکړي او ټينګار يې کړی، چې دغه جګړه د عقيده ده او بايد په ټينګه توګه يې پر مخ بوځي.

د القاعدې جهادي ډلې مشر له خپلو پلويانو غوښتي: «موږ بايد د دښمن د قوانينو په رڼا کې خپل جګړه پر مخ بو نه ځو، موږ د سيکولر نظام قوانينو په پلي کولو پرمختګ نه شو کولی؛ ځکه داسې کارونه یوازې او يوازې د دين او دنيا زيان او ناکامي ده او په ځانګړې توګه د عربي پسرلي انقلاب ناکامي زموږ لپاره ښه مثال دی.»

ظواهري له هغو ملايانو د لرې اوسېدو ټينګار کړی، چې «د کرايې لپاره يې ږيرې اوږدې کړي، د ډالرو، ريالو او استخباراتو سلفيان دي او د حاکمانو اتباع کوي.»

د القاعدې مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امریکا په دې باور ده، چې دغه ډله يې تر ډېره کمزورې کړې او له منځه وړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د