څرخي پله زندان کې یوه نوې ودانۍ او روغتون جوړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي محمد اشرف غني په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د یوې ودانۍ او یو روغتون ډبره کېښوده.

څو اوونۍ وړاندې د څرخي پله زرګونو زندانیانو، د ناسم چلند، بد روغتيايي وضعیت، د دوسیو نه څېړلو او ګڼو نورو ستونزو له امله اعتصاب وکړ، چې تر اونۍ يې هم ډېر وخت دوام وکړ.

ارګ وايي محمد اشرف غني په زندان کې روغتون د زندانیانو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره جوړوي او بله ودانۍ به شاوخوا د دریو زرو زندانیانو د ځايېدو ظرفیت ولري.

محمد اشرف غني دا هم ویلي، چې د څرخي پله سیمه کې به یو لوی پارک او د «شهیدانو» په نامه څلی جوړ کړي.

په ټول هېواد کې د رسمي سرچینو له مخې شاوخوا ۳۰ زره تنه زندانیان دي، چې په دې کې د زورواکو، قومندانانو او اربکیانو له خوا شخصي زندانونو کې زندانیان نه دي شامل.

بې بې سي لیکي په څرخي پله زندان کې تر اوسه پورې سل تنه له بد روغتيايي وضعیت څخه وفات شوي دي، چې یو کم عمره زنداني څو ورخې وړاندې وفات شو.

د سرچینې په وینا د ټول هېواد د زندانیانو لپاره د روغتيايي ستونزو د حل په پلمه یوازې ۴۷۰ افغانۍ کلنی لګښت ټاکل شوی دی، چې هغه هم په ګڼو زندانونو کې مسؤلین پخپلو جېبونو کې اچوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د