اوولس کاله د سپتمبر له پیښې وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

پرون په نیویارک او واشنګټن کې د سپتمبر د خونړۍ پیښې اولسمه کلیزه پوره شوه.

دا پیښه چې د هرچا لخوا د هرغرض لپاره تر سره شوې بیله موضوع ده ، خو هغه څه چې مونږ ته مهم دې هغه دا چې ولې د هغې غچ له افغانانو واخیستل شو؟

د سپتمبر د خونړۍ پیښې ماهیت او د هغې د ترسره کوونکو شهرت ته په کتو سره دا ثابتیږي چې نه افغانان په هغې کې د خیل او نه هغوی د دغسي بریدونو تر سره کولو وړتیا لري.
مګر د امریکا د وخت نا عاقبت اندیشه مشر جورج ډبلیوبوش له هیڅ قانوني مجوز پرته د یادې پیښې د انتقام په پلمه پر افغانستان برید وکړ.

که څه هم چې یاد برید د سپتمبر د حادثې د قربانیانو د غچ اخیستو په پلمه تر سره شو خو په خپله په دې انتقامي برید کې په عین هغه شمیر امریکایان او د هغوي ایتلافیان ووژل شول په کوم شمیر چې د سپتمبر په پیښه کې وژل شوي وو.

په افغانستان باندې د امریکايي یرغل په ترڅ کې د ژوبل شويو او په عقلي او عصبي ناروغیو اخته شویو امریکایانو تعداد او همدا راز د هغوی د مالي تلفاتو کچه په سلګونو ځله د سپتمبر د حادثې ترځاني او مالي تلفاتو واوښتله.

د هیښتیا وړ خبره داده چې امریکایان پوره اولس کاله په افغانستان کې د سپتمبر د پیښې له عاملینو څخه د غچ اخیستو په پلمه له بیوزله افغانانو سره وجنګیدل ، هغوي یې ووژل ، ویې ځورول او د ګونتنامواو بګرام محبسونه یې ورباندې ډک کړل خو په دې ټولې اوږدې مودې کې یې هغه څوک چې دوی ورباندې د حادثې تورلري یو هم په افغانستان کې نه اسیر، نه مړ او نه ژوبل پیدا کړای شو.

هغوي که هرڅوک نیول شوي یاوژل شوي هغه داسې د افغانستان له خاورې بهر وو لکه چې پیښه د افغانستان له پولو بهر وه.

امریکایان خپل ځان د نړۍ ترټولو هوښیار ، متمدن او پرمختللي خلګ بولي، خو په افغانستان کې د هغوی کړنو د هغوي پوهه، تهذیب او تمدن هرڅه تر سیوري لاندې راوستل.

ځکه په تیرو اولسو کلونو کې یې په افغانستان کې په خپل نامشروع موجودیت سره هم ځان تباه کړ او هم افغانان او په نتیجه کې هیڅ تر لاسه نه کړل.

نتیجه څه چې برعکس اوس د امریکا هر ایالت د نیویارک او واشنګټن په څیر د امریکايي اتباعو د وژلو قتلګاه ده ، امریکايي زده کوونکی، امریکايي ښوونکي امریکايي سیلاني ، امریکايي سپورتمین امریکايي پوځي او … د نړۍ په هرځای کې په مرګ تهدید او هیچ چیرته یې سر خوندي نه دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د امريكا په تاريخ كي تَر تولو لويه غلطي پر أفغانستان حمله وه سنگه چي د كمونست شوروي لويه غلطي هم همدا وه . دا د أمريكا دذوال شروع ده إنشاءالله