معین علي او عادل رشید ولې د انګلستان لوبغاړو سره یوځای بریا ونه لمانځله؟ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان لوبډلې دوه مسلمان تکړه لوبغاړي معین علي او عادل رشید هغه مهال د انګلستان لوبډلې سره د بریا له لمانځلو څنګ ته شول چې لوبغاړو د لمانځلو لپاره د شامپاین (یو ډول فرانسوي شراب) سپری/بوتلونه لاسو کې نیولي وو.

وړمه ورځ د انګلستان ملي لوبډلې هند لوبډلې ته په ټیسټ سیریز کې په ۴-۱ ماتې ورکولو سره د ټرافي ترلاسه کولو او د السټر کوک رخصتولو سره د بریا خوښي لمانځله چې عادل رشید او معین علي له دغې لمانځنې څخه ځانونه څو قدمه څنګ ته کړل.

داسې کړنې هغه مهال رامنځته کیږي چې په لوبډله کې مسلمان لوبغاړي شتون لري، د بریا لمانځلو او د ټرافي ترلاسه کولو پرمهال لوبغاړي د شامپاین/شرابو سپری کوي، چې د مسلمان لوبغاړو لپاره ددوی اسلامي نزاکتونه په نظر کې نه نېول کیږي چې پایله کې مسلمان لوبغاړي د بریا نه لمانځلو ته اړ شي.

یوازې دا نه بلکې معین علي او عادل رشید هغه مهال چې سویلي افریقا لوبډلې ته یې په ټيسټ سیریز کې په ۲۰۱۷م کال کې په درې-یو ماتې ورکړې وه هم ورته اقدام کړی و، نوموړي په دغو سیالیو کې ګټونکې کارګردګي ښودلې وه، سربېره پر دې په ۲۰۱۵م کال کې استرالیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو چې کله د انګلستان لوبډلې لخوا په لمانځنه کې په شامپاین/شرابو سپری سره کوله معین علي له بریا لمانځلو څنګ ته شوی و.

هغه مهال معین علي د ترسره شوې پېښې په اړه ویلي وو چې د بریا پرمهال مې د لوبډلې سره انځور واخیست، خو ځکه د شامپاین سپری پرمهال څنګ ته شوم چې یو خو زمونږ دیني تعلیمات مونږ ته د داسې کولو اجازه نه راکوي، او بل دغه سپری کول زما لپاره اړین نه دي.

له تېرې اوږدې مودې راهیسي مسلمان لوبغاړي په کرېکټ کې د اسلامي تعلیماتو له نظره په داسې پېښو کې عموما ګډون نه کوي، او یا هم د هغو شرکتونو سره تړون نه لاسلیکوي چې د شرابو او یا بل کوم حرام شي لوګو لري.

د سویلي افریقا لوبډلې نامتو توپوهونکي هاشم امله څو واره د په خپل شرټ «کمیص» د شرابو شرکت لوګو لګولو څخه انکار کړی دی، چې د یو شمېر لوبغاړو لخوا یې ستاینه شوې ده.

همدا ډول تېر ۲۰۱۷م کال د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالۍ کې راشد خان د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا واخیستل شو چې د لوبې پر مهال څرګنده شوه د نوموړي شرټ له نورو بدل دی، هغه د شرابو شرکت سره تړون لاسلیکول لغوه کړي وو، او پر شرټ یې لوګو نه وه لګولې.

یاده دې وي چې د انګلستان او هند لوبډلو ترمنځ پنځه ټیسټ سیالۍ ترسره شوې، په دغو سیالیو کې په ځانګړي ډول د معین علي کارګردګي د پام وړ وه او د انګلستان په بریا کې يې ځانګړی رول درلود، نوموړی آلراونډر لوبغاړی دی چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې د انګلستان لپاره ښه ځلیږي، همدا ډول عادل رشید هم په وروستۍ سیالۍ کې کله چې د هند لوبډله بریا ته نیږدې شوه نوموړي مهمې ویکټې وغورځولې او بریا یې خپله کړه.