ټکنالوژي

څنګه کولائ شو د (ﷻ) او (ﷺ) کليمې په کمپيوټر او موبايل کې وليکو؟

مطیع الله حکیمي

لومړی په کمپيوټر (د MS Word په پروګرام) کې يې ليکل:

1. لومړی د MS Word پروګرام راخلاص کړئ.
2. د FDFA يا د لاندې کليمو څخه يوه په کې وليکئ.
3. د پورته لغات د ليکلو څخه وروسته (Alt + x) بټنې په يو وار کيکاږئ، نو د ﷺ کليمه به وليکل شي، همدارنګه…
FDF2 = ﷲ
FDF4 = ﷴ
FDFB = ﷻ
FDFA = ﷺ

دوهم په موبايل کې يې ليکل:

1. لومړی د پلي سټور (Playstore) نه د ملټي لينګ (Multiling (Classic) Keyboard) په نامه کيبورډ را ډاونلوډ کړئ.
2. د انسټالولو څخه وروسته چې په هر ځای کې چې د U+fdfa الفاظ يا يو د لاندي څخه وليکئ، نو د ﷺ کلېمه به پورته په (Suggested Words) کې راشي، کليک پرې وکړئ، نو وبه ليکل شي.

همدارنګه:
U+fdf2 = ﷲ
U+fdf4 = ﷴ
U+fdfb = ﷻ
U+fdfa = ﷺ

همدا رنګه دا یو څو نورې کلیمې دي چې د لیکلو څخه وروسته alt+x بټنې کیکاږئ نو معلومې کلیمې به ولیکل شي:

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صدیق الله صدیقي

که یې ویډیو کې طریقه وښودل شي ډیره به ښه وي

عبدالولی(فهیم)

ډیره مننه له دی ګټورو لاښوونونه یعنی چی ډیره غټه ستونځه مو راته حل کړه ستاسی د لا بریاوو په هیله.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close