fbpx

هغه تکړه افغان لوبغاړي چې په پریمیئر لیګ کې له پامه غورځول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ (APL) لومړي پړاو ته د لوبغاړو اخیستلو بولۍ د دوشنبې په ورځ په عربي اماراتو کې د افغاني لوبغاړو په ګډون د نړۍ ستر مشهور لوبغاړي په اخیستلو ترسره شوې.

دغه لیګ چې پنځه امتیاز لرونکې لوبډلې (پکتیا، بلخ، کندهار، ننګرهار او کابل) دي، په یادو لوبغاړو بولۍ ترسره کړه، چې هرې لوبډلې د ۱۷ او ۲۰ ترمنځ د ۷ خارجي لوبغاړي په ګډون له ځانه سره ونېول.

خو ځینې هغه تکړه افغان لوبغاړي چې په تېرو سیالیو کې یې کارکردګي هم ښه وه او کومه روغتیایي ستونزه یې هم نه درلوده له پامه غورځول شوي، دغه لوبغاړي په لاندې ډول دي:

منیر احمد شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، وفادار مومند، غمى ځدراڼ، نجات مسعود، ابراهيم عبدالرحيمزى، ميرويس اشرف، حشمت الله شهيدي، يونس احمدزى، شبير نوري، بهير محبوب او يمين احمدزى، ددوی په اړه کرېکټ بورډ ویلي و چې د دولت ځدراڼ او وفادار مومند پرته دوی د ټولو لوبغاړو نوملړ د پېرلو پروسې ته وړانې کړی و خو د لوبډلو مسوولینو ددوی اخیستلو ته زړه ښه نه کړ.

منیر احمد د افغانستان لخوا د اسیا جام سیالیو لپاره ځای ورکړل شوی دی، نوموړي په ډومیسټک غازي امان الله خان سیاليو په ځانګړي ډول پایلوبه کې د بوست لوبډلې لخوا په زړه پورې سلیزه وهلې وه چې په مرسته یې د یادو سیالیو اتلولي هم ګټلې وه، په افغان پریمیئر لیګ کې د نوموړي نه اخیستل مسوولین د پوښتنې لاندې راولي.

همدا ډول نور علي ځدراڼ چې په ملي لوبډله کې یوازینی لوبغاړی دی په ښکلي ټایمنګ او د پام وړ هر طرفه لوبه کوي، لومړی خو د کرېکټ بورډ لخوا له لوبې لرې کړل شوی او اوس په افغان پریمیئر لیګ کې هم له پامه وغورځول شو، چې د ملي لوبغاړي یوه ضایع بلل کیدی شي.

ځینې راپورونه او د کرېکټ پوهان وایي چې په دې کې داسې ډیر لوبغاړي شته چې هیڅ ډول روغتیایي ستونزې نه لري او د کرېکټ بورډ لخوا د ټپي کېدو او يا بل څه په بهانه له لوبو کښینول شوي دي، په یادو لوبغاړو کې، دولت ځدراڼ، وفادار مومند، میرویس اشرف، نورعلي ځدراڼ، شبیر نوري، غمی ځدراڼ او شاپور ځدراڼ دي.

پر همدې اساس د ملي لوبډلې ځینو تکړه او مشهور لوبغاړو د کرېکټ بورډ پر وړاندې او ولې په افغان غوره لیګ کې نه دي اخیستل شوي د خولې خلاصولو خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې هر هغه حقایق چې د کرېکټ بورډ په اړه له دوی سره دي د رسنیو پر وړاندې خپلو مینوالو ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې په افغان پریمیئر لیګ کې له ۳۵۰ لوبغاړو څخه یې یوازې ۹۳ لوبغاړي واخیستل شول، چې په افغان لوبغاړو کې هغه لوبغاړي هم اخیستل شوي چې په تېرو اوږدو کې يې هیڅ د پام وړ کارکردګي نه ده ښودلې، ویل کیږي دغه لوبغاړي د واسطو او میراثیتوب پر اساس اخیستل شوي دي.

خو له بل اړخه هغه لوبغاړي چې هیڅ روغتیایي او کورنۍ ستونزې نه لري، او په تېره اوږدو کې يې کارکردګي هم د پام وړ ده له پامه غورځول شوي، دوی دغه چلند دوی سره د نورو لوبغاړو په پرتله توپیري بولي او دا د ملي لوبغاړو سره لوی خیانت ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د