افغانستان

اجرائیه رئیس: افغانستان کې د پانګونې غوښتنه او امنیتي ننګونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): په هند کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او نړیوال افغانستان کې د پانګې اچولو د هڅونې په موخه نندارتون جوړ شوی.

ددغه نندارتون د پرانستې په وینا کې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه چې د پانګه والو د امنيت له پاره به تدابیر ونیسي.

عبدالله وویل چې د بهرنیو پانګوالو له پاره زموږ خوندي چاپیریال او هغوې په افغانستان کې پانګونې ته هڅول او هم د خپلو کورنیو تولیداتو کمیت او کفیت لوړول زموږ اساسي موخه ده.

هغه پخپلو خبرو کې که له یوې خوا بهرنیو پانګوالو ته د امنیت ټټر واهه خو له بل لوري یې وویل چې متاسفانه چې لاهم موږ په افغانستان کې له جدي امنیتي ننګونو سره مخ یو.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې ورستیو کې ورځ تر بل زیاتېدونکې نا امني هغه څه دي چې له امله یې افغاني پانګوالو هم خپلې ډېرې شتمنۍ له هیواده وباسي او لاهم دا لړۍ روانه ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې بهرني پانګوال په داسې شرایطو کې نشي کولای چې په افغانستان کې خپل ځان او پانګه په خطر کې واچوي ځکه چې په افغانستان کې روان امنیتي ددې تضمین نشي کولای چې پانګوال دې په ښه توګه خپلې اقتصادي چارې پرمخ یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x