افغانستان

ولایتي شورا: غزني یو ځل بیا سقوط ته نږدې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني د ولایتي شورا غړي او مشران وایي چې ددغه ولایت په زیاتو ولسوالیو د طالبانو د کنټرول له امله دغه ولایت یو ځل بیا سقوط ته نږدې شوی.

د غزني د ولایتي شورا غړو او فعالانو رسنیو ته ویلي چې د غزني ټولې اتلس ولسوالۍ چې ځینې یې له سقوط سره مخ دي او د ځینو مرکزونو ته تللې لارې د طالبانو له لوري بندې شوي دي، چې مرکزونه یې د غزني ښار ته را انتفال شوي دي.

د ولایتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال وویل چې یوازې د څو ولسوالیو مرکزونه د دولت په واک کې دي او نورې ډېرې سیمې د طالبانو په کنترول کې دي چې ورځ تر بلې په سیمو د دولت واک په کمېدو دی چې همدا د غزني د سقوط لامل کیدای شي.

د عبدالباري شلګري په نامه د ولایتي شورا یو بل غړي وویل چې دولت د غزني د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی او ورځ تر بلې طالبان په دې ولایت کې قوي کیږي.

بل لور ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي وویل چې په پلان کې لري له ځینو کارونو نه وروسته د ولسوالیو لارې خلاصې کړي او مرکزونه یې پخپل کنټرول کې واخلي، خو د طالبانو لاس ته لویدلو ولسوالیو په اړه یې څه ونه ویل.

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت غزني ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړ او څو ورځې وروسته بیرته له ښاره ووتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x