نن ټکی اسیا (پنچشنبه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لارښونو کې د انسانانو لپاره لسګونه حکمتونه پراته دي، یو له دې لارښوونو څخه د مسواک استعمال دی، چې د اجر لرلو ترڅنګ یو شمېر روغتیایي ګټې هم لري.
د استعمال ګټې يې:
د وریو سوزش او غاښونو چټلتیا مخنیوی کوي
د غاښونو پاکولو لپاره د مسواک استعمال د خولې باکتریاو له منځه وړلو کې هم مرسته کوي، چې له کبله یې پر غاښونو ټوله شوې چټلتیا او د وریو سوزش له منځه ځي، په مسواک کې شته اینټي بایوټک، باکتریاوې وده کولو ته نه پریږدي.
د یوه عادت څخه د ځان ژغورلو غوره لار ده
د مسواک استعمال د یوه ناوړه عادت په پریښودلو کې مرسته کوي، روغتیایي پوهان وایي چې د یوه ناوړه عادت لکه (سګریټ څکول، ږیره خوړل، نوکانو خوړل او داسې نور) په پريښودلو کې د مسواک استعال ددې په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي.
ورۍ پياوړې کوي
مسواک یوازې د غاښونو پاکوالی نه کوي، بلکې ددې استعمال د ورۍ په پیاوړولو کې خورا مهم رول لري.
د خولې بدبویي ورکوي
د مسواک استعمال عادت جوړول او په روزمره ډول استعمال یې د خولې بدبویي د همیشه لپاره له منځه وړلو کې مرسته کوي.
غاښونه غښتلي کوي
په مسواک کې پوټاسیم، سوډیم، کلسیم، اکسایډ او کلورایډ شتون لري، دا معدنیات د غاښونو په غښتلتیا او پیاوړولو کې خورا ګټور ثابتیږي.
غاښونه سپینوي
د مسواک استعمال د چای، کافي او د خوراک وړې وړې ذرې او دې ته ورته نور شیان، چې پر غاښونو یې اثرات او داغونه پاتې کیږي، د مسواک په واسطه له منځه ځي او د غاښونو سپینوالی بیرته غوره حالت ته راځي.
غاښونه د خرابېدو څخه ساتي
د عمر په زیاتېدو سره د غاښونو ماتېدل یوه عامه ستونزه ګڼل کیږي، د مسواک استعمال دغه ستونزه له منځه وړلو کې مرسته کوي، ځکه چې هغه باکتریاوې چې د غاښونو ماتولو لامل جوړیږي د مسواک استعمال سره له منځه ځي.
د غاښونو درد کموي
په عام ډول د مسواک استعمال د غاښونو سپینولو ترڅنګ په دې کې شته باکتریاوې او هغه ذرات چې د غاښونو ترمنځ پاتې کیږي ددې په وسیله له غاښونو راوځي، چې په پای کې د درد په ارامولو کې مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې د مسواک استعمال په اړه په نبوي لارښوونو کې ډیر ټینګار شوی، او ددې د استعمال ځانګړي ځایونه ښودل شوي دي چې د اخروي ګټو تر څنګ یو شمېر دنیوي ګټې هم لري.