نظــر

سیاف د مسعود د ۱۷ تلین په مراسمو کې ولي دروغ وویل ؟

شاهد (غزنیوال)

د روان کال د وږې د میاشتې په ۱۸ د شمالي ټلوالې د فقید مشر احمد شاه مسعود د اولسم تلین په مراسمو کې د نورو پخوانیو تنظیمي مشرانو په شمول استاد سیاف هم برخه لرله او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د مسعود د سوله ییز توب په اړه داسې وویل:

((سره له دې چې د شهید احمد شاه مسعود په اړه دا خبره شائعه ده چې نوموړی یو جنګ پلوی قومندان و خو زه چې له مسعود سره نیږدي پاتې شوی او د هغه له کړو وړو سره ښه بلدیم هغه جنګ پلوی نه ، بلکې تر هرچا زیات د سولې طرفدار و.))

استاد سیاف د احمدشاه مسعود د سوله ییز توب په اړه په یوه قیصه استناد وکړ او ویې ویل چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هغوی د استخباراتو مرستیال ملاعبدالحق وثیق چې اوس مهال په قطر کې دی او زما خبرې اوري د طالبانو د وخت د دفاع وزیر ملاعبیدالله په دستور ماته راغی او لما سره يي په افغانستان کې د جګړې د خاتمې په اړه خبرې وکړي.

استاد سیاف په خپلو خبرو کې وویل چې ما طالب استازي ته داسې طرحه ورکړه چې د هغې په عملي کیدو سره په افغانستان کې د جګړې خاتمه یقیني وه ، هغه طرحه دا وه چې طالبان او مجاهدین (شمالي) ټلواله په خپل منځ کې سره پخلا او یو ځای شي ، خو په داسې ډول چې نه به ملامحمد عمر د طالبانو مشر او نه به احمد شاه مسعود د شمالې ټلوالې مشر وي .

استاد په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ما دا طرحه له استاد رباني او احمدشاه مسعود سره هم شريكه کړه ، هغوی دواړو را سره ومنله ، خو کله چې مي طالب استازي ته وړاندې کړه هغوی یې له منلو انکار وکړ او دا يي راته وویل چې هره هغه طرحه چې په هغه کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد شتون نه وي هغه نه مونږ هغوي ته ور رسولی شو او نه د منلو وړ ده.

استاد سیاف د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې طالب استازی راته وویل چې زمونږ مشرتابه ته د دې طرحې رسول مونږ ته ناشونی دی ، خو یواځي اسامه بن لادن کولای شي چې دا طرحه هغه ته ورسوي …))

زه غواړم په دې لیکنې کې د هغه طالب استازی له خولې چې له استاد سره یې دا خبرې کړې د موضوع اصلي ما جری له لوستونکو سره شریکه او بیا د موضوع په اړه قضاوت خپله لوستونکوته وسپارم.

ایا دا طالب استازی ریښتیا ملا عبدالحق ( وثیق) و؟

کوم طالب استازی چې استاد په خپلو خبرو کې هغه ملا عبدالحق وثیق د طالبانو د استخباراتو مرستیال یاد کړ هغه د استخباراتو مرستیال ملا عبدالحق وثیق نه ، بلکې د استخباراتو په عمومي ریاست کې د ارشیف او اطلاعاتو څانګې مسؤل قاضي سیدجان و.

ښاغلی قاضي سید جان د ملا عبیدالله لخوا نه ؛ بلکې د استخباراتو د عمومي مسؤل شهید قاري احمد الله لخوا وروسته له هغه استاد ته د خبرو لپاره ورو لیږل شو چې نوموړي مکررا له طالبانو څخه وغوښتل چې د ده د وړاندیزونو د اوریدو لپاره څوک ور ولیږي.

ښاغلی سید جان له استاد سیاف سره د لیدو او خبرو اترو اصلي ماجری داسې بیانوي:

د قیقا د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې زه د استخباراتو عمومي مسؤل مرحوم قاري احمد الله له استاد سیاف سره د خبرو او د طالبانو ته د هغه د وړاندیزونو د اوریدو لپاره د خپل استازي په توګه ورولیږلم.

له ما سره یو بل تن هم د حافظ په نامه ملګری او د کاپیسا د شوخي سیمې له لارې د طالبانو له لومړیو لیکو څخه د مخالفینو سیمې ته ور واوښتلو.

هلته راته د استاد لخوا رالیږل شوی کسان منتظر او له هغوی سره یوځای د جبل السراج په لوري وخوځیدو، په لاره کې د احمد شاه مسعود کسانو ودرلولو او زمونږ له میلمه پالانو یې زمونږ په اړه پلټنې پیل کړي ، هغوی ورته وویل چې دا زمونږ میلمانه او له پیښوره راغلی دي، مونږ تري وپوښتل چې تاسو ولي دوی ته وویل چې دا له پیښوره راغلي میلمانه دی ؟ ایا داکسان نه دي خبر چې مونږ څوک او د څه لپاره دلته راغلي یو؟

دوي راته وویل چې نه ، تاسو زمونږ خصوصي میلمانه یاست، په هر صورت مونږ مازدیګر مهال ګلبهار ته ورسیدو شپه مو هلته وکړه ، سهار مو له استاد سره ملاقات وشو.

له استاد سره دهغه په استوګنځي کې قومندان عبدالله وردګ ( د لوګر ولایت پخوانی والي چې په پغمان کې د ماین په وسیله ووژل شو) هم یوځای اوسیده.

خو زمونږ د خبرو تر پیلدو وړاندې استاد له عبدالله وردګ څخه وغوښتل چې زمونږ مجلس خصوصي دی ، هماغه وه چې عبدالله وردګ له مجلسه بهر او فقط مونږ او استاذ دری په دری مجلس پیل کړ.

مونږ له استاد سره د خبرو په مهال دا درک کړه چې استاد دا خبرې د مسعود په ناخبري کې تر سره کوي ، ځکه چې په ګلبهارکې زمونږ د اوسیدو په مهال عبدالکریم تخاري چې د استاذ له پخوانیو قومندانانو څخه و مونږ په خپل موټر کې جبل السراج ته د سیل او تفریح لپاره بو تلو، کله چې له هغې خوا بیرته راغلو د استاد شخصی محافظینو ښاغلی تهدید کړ چې تا ولي دا کسان جبل السراج ته بیولې وو ، دا کسان مونږ له شورای نظار په پټه دلته راوستي ، اوس که هغوی خبرشي ټولو ته مشکلات پښیږي ، چې وروسته همدا تخاري مونږ ته راغی او راته ویې ویل چې زه نور نه شم کولای تاسي بهرته بوزم ، ځکه استاد زه اوس هم ستاسو په بهرته بیولو باندې تهدید کړم.

همدا راز استاد خپله هم په خبرو کې مونږ ته داسي وانمود کوله چې ګواکی دی دلته نه اوسي ، زمونږ په مخ کې یې زمونږ له میلمه پال حاجي نسیم چې د ده سکرتر وه وپوښتل چې دا کوم ځای دی ، هغه ورته وویل چې دا ګلبهار دی ، حال دا چې په کومه کوټه کې چې مونږ ناست و همالته د استاد اوږده چوپانه او د ده په پښو برابرې چمپلې مخکي ترمخکې پرتې وې.

د مجلس موضوع :

د مجلس موضوع خپله د استاد لخوا وړاندې شوه اوهغه په دې ډول چې امریکایان غواړي په هرډول وي د طالبانو واکمني ړنګه کړي نو ښه خبره ده چې طالبان او مجاهدین (شمالي ټلواله ) نور له جګړې لاس په سر او په خپل منځ کې سره جوړ شي او د دې لاره داده چې باید د طالبانو له مشري څخه ملامحمد عمر (مجاهد) او د شمالي ټلوالې له مشري څخه احمد شاه مسعود لاس په سرشي.

مونږ ورته په ځواب کې وویل: چې د طالبانو په مشر کې څه نقیصه ده چې هغه د طالبانو له مشري څخه لاس په سرشي، دا چې نوموړی د ۱۵۰۰ علماو په بیعت تعین شوی نو د ګوښه کیدو لپاره یې هم باید یوه شرعي توجیه ولټول شي .

او بل د طالبانو لپاره د امیر المؤمنین شتون داسي حیثیت لري لکه د انساني وجود د حیات اوبقاء لپاره زړه چې له هغه پرته یې ژوند ناشونی دی.

استاد د دې خبرې په اوریدو سخت غوصه شو او مونږ ته یې وویل چې دا مفکوره یواځې طالباني مفکوره ده او دلته په خبرو کې باید دا مفکوره له سره وباسئ!

تر ټولو لوي عالم :

استاد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په علمي او مذهبي لحاظ د مسلمانانو د قیادت ، امارت او زعامت په اړه زه تر بل هرچا ډیر معلومات لرم ، زه خپله عالم یم او له علمي او مذهبي لحاظه په دغو مسائلو کې ترما بل هیڅوک هم زیات علم نه لري، ما په ډیرو سختو شرائطو کې د یوه جهادي تنظیم رهبري کړې ، هغه داسې تنظیم و چې حتی ږیرې کله وونکي شخص ته ورکې د پاتي کیدو اجازه نه وه.

زما تنظیم له مسلمانانو پرته له هیچا سره تعلقات نه لري او ما په خپل ټول عمر کې له غیر مسلمان سره مصافحه نه ده کړې، یوځل له احمد شاه مسعود سره یو نفر راغی چې توره د پکتیا والو لونګۍ یې په سروه ما فکر وکړ چې کوم پکتیاوال دی، د مصافحې (روغبړ) په غرض مي لاس ورکړ په همدې حال کې احمدشاه مسعود راته معرفي کړ چې دا سید منصور نادري دی ، ماسمدستي تري خپل لاس ونیو ځکه ما نه غوښتل له غیر مسلمان سره مي لاس ولګیږي.

ظاهر شاه کافر دی:

استاذ په خپلو خبرو کې مونږ وننګولو چې تاسو له غیر مسلمانانو سره روابط لرئ ، ستاسي ځیني انډیوالان همدا اوس له ظاهرشاه سره پټ روابط ساتي، چې یو د هغو له جملې څخه ملا سلام راکیټي دی چې د علاج په پلمه خارج تللی خو زما د معلوماتو له مخې هغه ظاهرشاه ته ورغلی او ظاهر شاه هغه څوک دی چې ما ورباندې د کفر فتوی صادره کړې اوس هم په هغه فتوی ټینګار لرم ، دا وایم چې ظاهرشاه کافرمطلق دی اوهیڅ داسي څوک نشته چې حتی د قیل په لفظ هم د هغه مسلماني راڅخه ثابته کړي.

که ظاهرشاه همدا نن افغانستان ته راشي زه به یې په مخالفت کې جهاد کوم او بیا به غروته مخه کوم.

ما تري وپوښتل چې استاده د یوه مذهبي عالم په حیث د طالبانو د نظام په اړه څه وایاست، ایا هغه یو اسلامي نظام نه دی ؟

ده وویل هو! د طالبانو نظام اسلامي نظام دی ، خو داسي سرسخت اسلامي نظام چې نړیوالو ته د قبول وړنه دی.

اسامه بن لادن او ابو سیاف زما په لاس روزل شوی:

مونږ د طالبانو د نظام د برحق والي په اړه استاد ته وویل چې د طالبانو له نظام څخه خو د اسلامي نړۍ معتبرعلماء حمایت کوي او هغه تائیدوي ، حتی د نړۍ په کچه مشهور جهادي شخصیتونه لکه اسامه بن لادن هم د طالبانو د نظام ننګه کوي.

استاد د دې خبرې په اوریدو سره وویل چې اسامه خوهم زما په لاس روزل شوی او زما د یوه جهادي شاګرد په حیث تاسو ته درپاتي دی ، یواځې اسامه نه ، بلکې په اسلامي نړۍ کې د استبداد او استکبار په خلاف ډیری جنګیدونکی مبازین لکه د فلپیاین د کافرحکومت په خلاف جنګیدونکی ابو سیاف، په چیچین کې خطاب او نور ټول زما جهادي شاګردان دی ، او هغوی ته د جهادي زده کړي لومړی درسونه ما ویلي دي.

نادره خبره دا وه چې کله په افغانستان امریکایی یرغل پیل او د کابل په شمول دهیواد ډیری سیمې د هغوی تر بمبار لاندی ونیول شوې قاری احمد الله وویل چې راځئ په استاد یوه پوښتنه وکړو چي څرنګه ده او اوس د امریکایانو د اشغال په حال کي څه نظر لري.

هماغه و چې له کابل څخه یې په سټلایټ ټلیفون ورته زنګ وواهه او د امریکایی بمبار او وروستي وضعیت په اړه یی تري نظر وغوښت.

خو استاد سره له دی چې هروخت به یې له قاریصاحب سره د خاصې مینې اظهار کاوه د قاریصاحب د ټلیفون په ځواب کی یې هغه ته بد رد وویل او ورته زیاته یې کړه چې تاسو خو تباه یاست، خدای مو تباه کړه ما مه تباه کوئ او بیا کله هم ماته زنګ مه وهئ ( لما سره رابطه مه کوئ)

خلاصه :

پورتنۍ ما جرا چې تفصیل یې ډیر اوږد خو ما تري مهم ټکی خلاصه کړي د استاد د خبرو په څیر بي سنده دعوا او مناسبتي دروغ نه ؛ بلکې هغه واقعیت دی چې ژوندی شاهد یې ( قاضي سیدجان ) تیار دی چې په هره محلي رسني کې استاد غواړي نوموړی ورسره د دې موضوع سپیناوی وکړي.

یواځي قاضي سیدجان نه ، بلکې خپله د استاد د هغه وخت سکرتر چې د استاد خوريي او فعلا د دعوت په پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي رئیس دی هم د صحني ژوندی شاهد دی.

له خپلو ټولو جهادي آرمانونو څخه په تنازل سربیره ښاغلي استاد سیاف ته د یوه سپينږیري او مشر په حیث نه دي په کار چې په دروغو اوبي اساسه خبرو سره بیا هم په طالبانو پوري تبلیغات کوي، هغه طالبان چې تر اوسه پوري یې د استاد په حق کې له درناوي او احترام پرته هیڅ نا مناسبه خبره نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

البته په کنځلو سړی بد شکاریږي خو داسې رزیلانو داسلام نوم بد که ، ټول اسلامي اخلا ق له کتاب څخه یې مطالعه کول ډیر وخت غواړي خو د یوو ښه مسلمان له عمل اخلاقو څخه په اسلام ډیره ژر رڼا اچول کیږي ! سیاف د اسلام نوم بدوي ، په اسلام تجارت کوي ، دالر پرې ګټي ان په پاکستان کې یې له cia معاش اخیست او حمایه کاوو یې اوس هم ملک یې اشغال دی خو سیاف ګل او ګلببو خپل دالري معشونه اخلي ! نو تاسې دا راته ووایې چې دا کار په کوم دین او کلچر… نور لوستل »

عبدالولی(فهیم)

سیاف ظاهرا افغان او په اصل کی یهود دی . دی له پخوانه د یهودو او امریکایانو غلام پاتی شوی دی . دی هیڅ مسلمان ندی دی چی ځانته عالم وایی سخت د شرم ځای دی یو اسلامی عالم همداسی وی له دی ملحد غوندی. دا داسی ملحد دی چی د امریکایی یرغل په واړاندی یوه ورځ هم ده خپله ناولی خوله خلاسه نکړه او د امریکاظلمونه یی یوه ورځ هم تقبح نکړل نو تاسی واوایی چی آیا دی څنګه یو اسلامی عالم دی چی د امریکا د یرغل په واړاندی چوپ پاتی دی د خدای لعنت دی وی پداسی… نور لوستل »

zadran

غزنیوال صاحب.د افغانستان څلویښت کلنه جګړه.یوه پیچلی استخبارتی جګړه ده.البته په دا مغلقه جګړه کی هیڅ چا په یوه شی هم صرفه نه د کړی،داسی ظلمونه تر سره شول،چه د فرعون .نمرود،ابوجهل ظلمونه یی شاته پریښودل.اوس د تیری خبری سپینول پریږده ،راتلونکی ته ګوره چه دا ناولی جګړه څرنګه بنده ،او د خبری د لاری مسله هواره شی،نه سیاف،نه طالیب،او نه مسعود خلک غواړی،عام ولس سوله او یوه ګوله ډوډی ته لنګ وهلی ناست دی،

سوله،اوربند

بیلکل زدران صاحب.هیڅ چیری به بیګانه موږ ته سوله او دوډی را نه وړی،موږ او تا سو باید په خپله هم ځان ته سوله یز ژوند او نورو ته سوله یز ژوند برابر کړو.پاکستان ژوندی خرڅ کړو،امریکا په سره اورونو کی وسوځولو،اوس نو د سوله او خبری وخت دی.دهر افغان دا وظیفه ده ،چه د دناولی جګړی مخه ونیسی ،

جميل

بارك الله غزنيوال صاحب نن ورز الحمدلله ديرى افغانان پدي پوه دي چي افغانستان د أمريكا أو نورو متحدينو له خوا اشغال شويدى نو كه سوك له دين نه هم لا پروا وي خو د خپل أهل أو كور ساتنه به هرومرو كوي تَر سو چي غاصبه امريكا په أفغانستان كي نظامي حظور ولري نه به سوله راشي أو نه يوه گوله دودى دافغانستان خلك دير غيرتي خلك دي هغوي انسانانوته عجز نه كوي أو سر نه ورته تيتوي، افغانان هغه سه غواري چي په هغه كي ددوي عزت خوندي وي أو هغه سه چي افغانان يي غواري د سر… نور لوستل »

pattang

ځدراڼ صیب نظر د خپل دی خو منطق پکښې نشته ! چې نه دا او نه هغه منې نو څوک دراشي ؟؟ نالتي سیکولران ، خلق او پرچم ؟؟ سوله داسې په خبرو نه کيږي ! که ته یې غواړې هم نو اشغالګر د نه پريږدي او
سیکولران تاندوال ، اندړان او نور ورته ګډیږي ! نه ابتکار شته نه کار او نه صداقت ، یواځې فاسدین ورته ګډيږي ! بی استعداده جاهلانو نور څه زده دي ؟ خو زما په عقیده طالب يواځینۍ قوه ده چې ددې رزیلانو مخه ونیسي !

zadran

پتنګ صاحب ،ما د منطق او د فلسفه بحث نه د ی کړی.ما خپله کرکه د جنګ کوونکیو او مفسدینو څخه څرګنده کړی ده. افغان ولس نور د جنګ توان نه لری،سوله ته ضرورت دی.نور ظلمونه بس دی ،ملی اردو عسکر می ځیګر او طلیب می زړه دی،د دواړو مرګ لویه ضایع او حرامه ده.په ټول کال کی ښپږ امریکایی مړه شوی او په زرګونو افغانان تلف شوی،نو د یوی سپږی لپاره پوستین په اور اچول د هوښیارانو کار نه دی،ټول وروڼه لاس قلم ته کړی،د سوله لپاره مقلی ولیکی او خلک سوله ته تشویق کړی،سوله یو الهی امر دی،

افتش عن انسان

انالله وانا إليه راجعون اللهم اجرنا في مصيبتنا واخلف علينا بالخير ولاحول ولاقوة الا بالله العلي العظيم زه هم دي محترم استاد سياف فه شاگردانو كي رازم يقينا كلك او هوشيار انسان ده الله ورته شه سياسي ادراك او فوه حاصله كلي خو بيا هم انسان ده او هغه دي ابن مسعود رضي الله عنه قول را يادشي(سي فه زوندي اعتبار مه كوه اونه في اعتبارشته) الله دي دي افغانستان فه حالت رحم وكي او مجادين دي الله خفل اسلامي هدف ته ورسوي

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx