طالبانو د رویټرز راپور بې اساسه بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): رویټرز د طالبانو د دوو مشرانو په حواله د سولې د مذاکراتو اړوند معلومات خپاره کړي، چې طالبانو بې اساسه بللي.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې دې اژانس د «دوه تنه لوړپوړي نامعلومه مشرانو» په نوم څرګندونې رسنیزې کړې چې اساس نه لري.

د اعلامیې له مخې د افغانستان اسلامي امارت رسمي چینلونه لري، چې هر ډول رسمي دریځ له رسنیو سره له همدې چینلونو نه شریکېږي.

«اسلامي امارت د خپل دریځ د اعلانیدو لپاره رسمي چینلونه او رسمي ویندویان لري، که په هره برخه کې له مطبوعاتو سره د څه ویلو اړتیا پيښیده او یا نظر څرګندیده هغه به د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو له خولې او په رسمي آدرسونو وي.»

اعلامیه کې د نامعلومه سرچینو په حواله د معلوماتو خپرول د غربي رسنیو د پروپاګند او ذهني ګډوډۍ هڅه بلل شوې ده.

«ناپيژاندې اشخاص د اسلامي امارت مشران بلل او بیا ورڅخه نقل قول نشرول د غربي رسنیو د پروپاګند هغه برخه ده چې غواړي د موضوعاتو په اړه تشویشونه ایجاد کړي او یا نا سم معلومات خپاره کړي.»

طالبانو له رسنیو غوښتي، چې د دوی دریځ دې له رسمي ادرسونو واخیستل شي، په وینا يې که رسنۍ پخپل سره دا ډول افواهات خپاره کړي، نو اعتبار يې تر سوال لاندې راتلی شي.

«موږله رسنیو غواړو چې مسئولانه چلند ولري، د اسلامي امارت د هر رسمي دريځ او موقف د معلومولو لپاره له رسمي منابعو سره تماس ونیسي، بې اساسه راپورونه او افواهات د رسمي موقف په بڼه اسلامي امارت ته منسوب او خپاره نه کړي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د