د رایه ورکوونکو د ثبت لړۍ

ټیفا: که ټاکنیزه پروسه همداسې روانه وي؛ هېواد له بحران سره مخ کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو بنسټ، ټیفا؛ وايي که ټاکنیزه پروسه همداسې روانه وي، نو که ټاکنه و هم شي، هېواد به بحراني حالت ته ننباسي.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده رسنیو ته ویلي، د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښمن دي.

ایوب زاده ازادۍ راډيو ته ویلي، امنیت، سیاسي تفاهم او ټاکنیزه پروسه کې تخنیکي ستونزې هغه څه دي چې که ټاکنې و هم شي، خو بحران به را پیدا کړي.

د سیاسي ګوندونو په نوم یو ائتلاف هم حکومت ملامتوي، چې د کمیسیون په کارونو کې مداخله کوي او غواړي ټاکنې پخپله ګټه را وڅرخوي.

ایوب زاده هم ورته نظر لري او وايي چې د ټاکنو کمیسیون پر هغو لارښوونو روان دی، چې حکومت ورته وړاندې کړې دي.

په وینا يې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزې پروسې څارونکو بنسټونو وړاندیزونه نادیده نیولي او د حکومت لاس ته لوېدلی دی.

د شنونکو په باور روان وضعیت ته په کتو ښايي پارلماني ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي.

وړمه ورځ د حزب اسلامي له حکومت سره یو ځای شوي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار هم وویل، چې حکومت په قصدي ډول ټاکنو کې درغلۍ ته زمینه برابروي.

نږدې میاشت وړاندې د ټاکنو کمیسون ټينګار کړی و، چې د پارلماني ټاکنو لپاره د تلې اته ویشتمه ورته سره کرښه ده او ترې تېر به نه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د