نور علي ځدراڼ وایي تر اوسه د پریمیئر لیګ یوازې درې لوبډلې پلورل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې اوپنر تکړه توپوهونکي پر کرېکټ بورډ د نېوکې په تور ویلي چې دوی تر دې دمه نه دي توانیدلي د افغان پریمیئر لیګ ټولې لوبډلې وپلوري.

نور علي ځدراڼ چې په خپله فیسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړې وویل چې د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان پریمیئر لیګ لپاره د لوبډلو پلور د پردو تر شا کړی، چې تر دې دمه یې درې لوبډلې پلور شوي او لا هم د دوه لوبډلو په پلور نه دي بریالي شوي.

د نوموړي په وینا چې د لوبغاړو د نیلامۍ او بولۍ وروسته کرېکټ بورډ په افغانستان کې د المصافي شرکت څخه د لوبډلې د پېرلو غوښتنه کړې وه، نور علي زیاتوي که چیرې لوبډلې له وړاندې پېرل شوي نو بیا د المصافي شرکت څخه د لوبډلې د پېر غوښتنه څه معنا؟

نور علي ځدراڼ زیاتوي چې کرېکټ بورډ د ځینو لوبغاړو څخه غوښتي وو چې ددوی سره ونه دریږي نو په بدل کې به یې مونږ په پریمیئر لیګ کې شامل کړو، د نوموړي په وینا چې کرېکټ بورډ به د لوبډلو مسوولینو ته لوبغاړي په ګوته کول تر څو یې په لوبډلو کې له ځان سره واخلي.

که څه هم نور علي په افغان پریمیئر لیګ کې د شاملیدو یا نه شاملېدلو حق د لوبډلو مالکانو ته ورکوي، خو زیاتوي چې دلته اصلي خبره داسې نه وه، ځکه چې د لوبډلو هنرانو د افغان لوبغاړو په اړه هیڅ معلومات نه درلود، نو د لوبغاړو په خوښولو کې لږ واک د داخلي مشر روزونکو خو زیات واک د کرېکټ بورډ و، چې دوی به ورته لوبغاړي په ګوته کول.

نور علي ځدراڼ د افغانستان ملي لوبډلې یو ښه تکړه، او ټایمنګ لرونکی اوپنر دی، چې له تېرې اوږدې مودرې راهیسي د کرېکټ بورډ په وینا د ټپي کېدو له امله له سیالیو کښینول شوی، په داسې حال کې چې د افغانستان ملي لوبډله د اوپنرانو له قحط سره مخ ده، خو نور علي خپل ټپي کېدل ځوابوي او وایي چې هیڅ ډول روغتیایي ستونزه نه لري.

دغه څرګندونې وروسته تر هغې رامخته شوې چې له ډیرې مودې راهیسي نور علي ځدراڼ له ملي لوبډلې څخه وروسته پاتې، او همدا ډول تېره ورځ د افغان پریمیئر لیګ په بولۍ کې هم د کومې لوبډلې لخوا وانخیستل شو.

که څه هم کرېکټ بورډ په افغانستان پریمیئر لیګ کې هر ډوله لاس لرل رد کوي، او وایي چې د لوبغاړو اخیستل او په ګوته کول د لوبډلو د امتیاز لرونکو صلاحیت دی او هغوی په دغه کار کې په پوره ډول خپلواک دي، ځکه چې یاد لیګ په بشپړ توګه سوداګریزه بڼه لري.

د یادونې وړ ده چې له نور علي ځدراڼ پرته شاپور ځدراڼ او روښان بارکزي هم پر کرېکټ بورډ نېوکې کړي او د لوبغاړو ترمنځ چلند یې توپيري بللی دی، او زیاته کړې یې ده چې کرېکټ بورډ په لوی لاس د افغانستان کرېکټ د تباهۍ خواته بیایي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د