حضرت صبغت الله مجددي

د امنیتي تړون کلک ملاتړي، مجددي؛ هم پر تړون د بیا کتنې غږ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): د تېر جهاد یو مخکښ مشر او د امریکايي یرغل کلک ملاتړي حضرت صبغت الله مجددي څلور کاله وړاندې د وخت ولسمشر حامد کرزي نه له شرط پرته له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک غوښتنه وکړه.

هغه کرزي ته وویل، چې باید تړون لاسلیک کړي، که يې لاسلیک نه کړي، «هجرت به وکړي.»

تېره ورځ د هغه په کور کې حامد کرزی، محمد محقق، یونس قانوني، او د سیاسي ګوندونو ځينې مشران را ټول شوي و او پر همدې تړون يې د جدي بیا کتنې غوښتنه وکړه.

مجددي پخپله پخپلو خبرو کې وویل، امنیتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې او پر حکومتولۍ يې اغېز نه دی کړی.

د ده په وینا يې له امریکایانو يې ګڼې غوښتنې لرلې، هغوی يې هم مني، خو ځنډوي يې.

په دې غونډه کې چې پخپله د تړون لاسلیکوونکی حنیف اتمر هم شریک و، څلور ماده‌ییز پرېکړه لیک صادر شو، چې پکې يې د امنیتي تړون د جدي بیا کتنې ټينګار کړی و.

تېره ورځ ولسي جرګې هم پر امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره پرېکړه وکړه.

د جرګې د پرونۍ غونډې مشر همایون همایون وویل، له امریکا سره امنيتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې، بلکې هره ورځ درې – څلور سوه تنه تلفات ورکوو.

د جرګې بل غړي عبید الله بارکزي وويل، امریکا په اوولس کلونو کې سل هليکوپټر هم افغان پوځ ته ورنه کړل.

د ده په وینا اصلاً باید پر دې تړون بیا غور وشي او په وینا يې «افغانستان له دغه عذابه خلاص کړو.»

ولسي جرګې د ګډ حکومت د واک په لومړیو کې د دې تړون لپاره شنه کارتونه پورته کړل، چې یوازې پنځو تنو يې مخالفت وکړ.

له امریکا سره امنیتي تړون د ګډ حکومت په دویمه ورځ د متن له لوستنې پرته لاسلیک شو.

د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي په یوه تلویزونی بحث کې وویل، د دې تړون د لاسلیک په بدل کې حنیف اتمر د امنیت شورا سلاکار وټاکل شو، چې په دې معامله حتی بسم الله محمدي هم د تړون لاسلیک ته تیار نه و.

د سیاسي چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن په همدې تړا خپره کړې تبصره کې لیکلي، چې حضرت صاحب، د ملي محاذ پخواني مشر، حنیف اتمر او د ولسي جرګې موافقو وکیلانو له ولس سره خیانت وکړ.

«هغه وخت چې تړون اتمر صیب او د امریکا سفیر تر منځ لاسلیک کیدی، مریض حضرت او هغه وخت ژوندی پیر صیب د تبرک لپاره غونډې ته ورغلي وو، د ملاتړ په دود یې د اتمر صیب او د هغه وخت د امریکا سفیر تر شا ولاړ وو. په ولسي جرګه کې هغه مهال چې د تړون تاید له وکیلانو اخیستل کیدی، یوازي ۵ وکیلانو سور د مخالفت کارټونه پورته کړه، نورو ټولو وکیلانو شنه کارټونه جګ او له امریکا سره یې تړون تاید کړ، دوی ټولو زموږ له ګران ولس او هیواد سره ستر خیانت وکړ.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : تړونونه د خپلواکو هیوادو ترمنځ ترسره کیږی مستعمره هیواد کی غلامانو ته د هغوی د امر او نهی لوایح ( چه دا به کوی او دا به نه کوی ) ابلاغ کیږی، د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستنی د پاره یی دی ته د امنیتی تړون نوم ورکړو چه د کابل غلامه اداره خپلواکه وانمود کړی . دا تړون به کرزی نیمه شپه او به غنی د کار په لمړی ورځ د اوباما له خوا په شکاره لاسلیک او اصل کی ورته د کولو او نه کولو لایحه واورول شوه یوه ماده یی هم قضایی مصونیت وو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا چي مجددي سه وايي په هغه كي زيني حقيقيتونه هم شته ، دا چي دى اوس امنيتي ترون نه غواري خامخا به سه ناسه ورته ويل شويوي پدي چي امريكايان د وتلو لاري لتوي .
كومي استخاري چي مجددي كولي د مالك(أمريكا) له خوا به په زينو شيانو خبر و .

pattang
میلمه
pattang

دا فاسد به کله مرداریږي ؟ اسلام یې وشرماوو !!