fbpx

د ولسي جرګې غړی بیدار ځاځی ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): کابل ښار کې د ولسي جرګې غړي بیدار ځاځی د نامعلومه وسله‌والو تر برید لاندې راغلی دی.

بیدار ځاځی چې راتلونکو ټاکنو ته هم نوماند دی، نن غرمه د اتمې حوزې اړوند سیمه کې پرې برید وشو.

د هغه زوی اغاجان وايي پلار يې د معاملاتو لارښوونې یوه دوکان کې ناست و، چې موټر سایکل سپاره پرې ډزې وکړې او له سیمې وتښتېد.

هغه وايي پلار يې سردار محمد داودخان روغتون کې تر تداوي لاندې دی او وضعیت يې ډاډمن دی.

د کابل امنیتي مسؤلینو د پېښې په تړاو ناخبري ښيي.

کابل کې تېره اوونۍ هم د هدفي وژنو د دېرشو پېښو شاهده وه، چې د ښار اوسېدونکي يې له وېرې او بې باورۍ سره مخ کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د