fbpx

ننګرهار: د عامې روغتيا چارواکي وايي امنیتي ځواکونو یو کلینیک پر راکټونو ویجاړ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې د عامې روغتیا مسؤلین وايي امنیتي ځواکونو په خوږياڼو ولسوالۍ کې فعال روغتيايي مرکز پر راکټونو له خاورو سره برابر کړی دی.

پژواک د یادې سرچینې په حواله وايي چې دې روغتون کې هره میاشت له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ تنو تداوي کېدل او د سیمې لپاره يې روغتيايي اسانتیا رامنځته کړې وه.

د عامې روغتيا رياست د ولسواليو د روغتيايي خدماتو مسوول ډاکتر شفيق الله شفق وايي دغه کلینیک د خوږياڼو په شیرزادو کې و، چې ۹۵ سلنه ودانۍ او وسایل يې له منځه وړل شوي دي.clinic-khozhyani2.jpg

د ننګرهار امنیتي مسؤلین هم مني، چې ځواکونو يې پر یو روغتيايي مرکز برید کړی دی، خو دعوه کوي چې غیر فعال و.

د ننګرهار له ملي امنیته خپره شوې خبرپاڼه کې دعوه شوې، چې د طالب سرتېرو یو مرکز يې له منځه وړی دی.

پژواک د قومي مخور عین الدین له خولې لیکلي، چې دې روغتيايي مرکز کې د خوږياڼو او شیرزاد ولسوالیو د هاشم خېلو او نکړخېلو کلیو په ګډون د پنځوسو کلیو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کول.clinic-khozhyani3.jpg

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د واک سیمو ته څېرمه یا تر واک لاندې ساحو کې روغتيايي مرکزونه نړوي.

تر دې وړاندې يې په میدان وردګ، پکتیکا، هلمند، کندوز او ګڼو نورو ولایتونو کې روغتيايي مرکزونو په خاورو بدل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د