fbpx

ایفون درې نوي د پام وړ ځیرک مبایلونه وړاندې کړل/ انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د امریکا مشهورې کمپنۍ ایپل وړمه ورځ (چهارشنبه د سپتمبر په ۱۲مه نېټه) په یوه ستر کانفرانس کې چې د خپلو نویو مبایلونو او ساعتونو وړاندې کولو لپاره جوړ شوی و د ایفون درې بېلا بېل ځانګړي مبایلونه وړاندې کړل.

ایپل کمپنۍ په دغو مراسمو کې د لومړي ځل لپاره د ایفون تر ټولو سترې ډیسپلی لرونکی مبایل چې په خپل تاریخ کې تر ټولو لوړه بیه هم لري د دوه نورو مبایلونو سره یوځای وړاندې کړل، ددې ترڅنګ یې نوي ساعتونه هم وړاندې کړل چې د نویو ځانګړتیاو ترڅنګ د زړه ناروغۍ هم معلومولی شي.

د ایپل لخوا دغه درې مبایلونه د نویو ځانګړتیاو او نویو سترو بیو سره وړاندې شول، چې مختلف نومونه ورکړل شوې دي او بېلا بېل رنګونه لري، (ایفون ایکس ایس، ایفون ایکس ایس میکس، ایفون ایکس آر)، چې ایکس ایس او ایکس ایس میکس یې د پخواني «ایفون ایکس» نوې ورژنې دي.

په دې مبایلونو کې iphone Xs Max د ایفون ځیرک مبایلونو په تاریخ کې تر ټولو ستره ډیسپلی او زیاته بیه لري، چې د OLED ځانګړې ښکلې پاکې ډیسپلی ترڅنګ له نورو مبایلونو په پرتله د پام وړ ځانګړتیاوې لري.

 

ایفون ایکس ایس میکس (iPhone XS Max):

دغه مبایل د  OLED ځانګړې ۶.۵ انچه ستره ډیسپلی لري، چې بیه یې له ټولو مبایلونو لوړه ده، دغه مبایل چې ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظه لري، بیه یې ۱۰۹۹ امریکایي ډالره ده، خو تر ۵۱۲ جي بي حافظې پورې نورې ورژنې هم لري چې بیه به یې په حافظې لوړیدو سره لوړیږي.

ایفون ایکس ایس (iPhone XS):

دغه مبایل چې OLED ۵.۸ انچه ډیسپلی لري، د ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظې سره چې بیه یې ۹۹۹ امریکایي ډالره ایښودل شوې ده، خو تر ۵۱۲ جي بي حافظې نورې ورژنې هم لري چې بیه به یې له دې پورته وي.

ایفون ایکس آر (iPhone XR):

دغه مبایل له پورتني دوو څخه مختلف دی، بیه یې هم کمه ده، ددې باډي د الیمونیم څخه جوړه شوې ده چې د پورتني دوو باډي شیشه ده، دغه مبایل بېلا بېل رنګونه لري، ۶.۱ انچه LCD ډیسپلی لري، چې د ۳ جي بي او ۶۴ جي بي حافظې درلودونکي بیه یې ۷۴۹ امریکایي ډالره ده، دا تر ۲۵۶ جي بي حافظې پورې ورژن لري چې بیه به یې هم د حافظې په ډیریدو لوړه ښودل شوې.

دغه دریواړه مبایلونو به A12 Bionic پراسیسر ولري چې د ایفون ایکس څخه به ۱۵ سلنه چټک وي، همدا ډول د مخ کولپ Face ID هم لري چې د تیارې پرمهال هم ښه کار کوي.

کامره:

ایفون ایکس آر: دغه ځیرک مبایل د HDR ځانګړې شاخواته ۱۲ میګا پېکسله F/1.8 او ۷ میګا پېکسله F/2.2 سیلفي ۱۰۸۰HD کامره لري، زیات پیکسلونه لري چې په سیلفي عکس اخیستلو کې فوکس هم کوي او په تیاره کې د صفا عکس اخیستلو وړتیا لري.

ایفون ایکس ایس: دغه مبایل شاخواته دوه ۱۲ میګا پېکسله F/1.8 او F/2.4 د پراخه لینزونو کامرې لري، همدا ډول د سیلفي ۷ میګا پېکسله F/2.2 پراخه لینزونو کامره لري چې ۱۰۸۰p د ویډیو ظرفیت لري.

ایفون ایکس ایس میکس: دغه مبایل شاخواته دوه ۱۲ میګا پېکسله F/1,8 پراخه لینزونو د چټک سینسر سره کامرې لري، همدا ډول د سیلفي ۷ میګا پېکسله F/2,2 پراخه لینزونو د ۱۰۸۰pHD ویډیو ظرفیت لرونکې کامرې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د