fbpx

آیا د تروریزم سره جګړه ودې ته وايي؟

احمدمدثر دلسوز

د سپټمبر د ۱۱ په اړه مو له ډیرو څخه واورېدل، چا ویل چي دا د سي آي اې او موساد ګډه پلان سوې حمله ده، چا بیا ویل چي دا د القاعده تروریستي حمله ده، خیر د هر چا خپل نظر، هرڅوک چي یې څنګه تعبیروي، تعبیر دي یې کړي !

خو موږ فقط دا وایو چي دا پېښه امریکا ته له خپله لاسه ور پېښه سوه، پښتو کي یو متل دی چي څه کرې هغه به رېبې، امریکا چي په اسلامي نړۍ کي خصوصا په آسیا کي څه وکړل، هغه د هیرېدو وړ نه دي، د خلیج په جنګ کي یې چي څومره بې ګناه عراقیان په شهادت ورسول او د عراق اسلامي نظام یې ونړوئ، سعودي ته د خپلو پوځیانو په لېږلو کي یې د مسلمانانو د حرمینو ځمکه تر پښو لاندي کړه، په ټوله نړۍ کي یې د تروریزم تر نامه لاندي د مسلمانانو انقلابي شخصیتونه، علماء، پوهان، استادان او بې ګناه کسان ترور کړل، زندانونه یې ترې ډک کړل او ځیني بیا چا وهم نه لیدل.

آیا د تروریزم سره جګړه دادا چي دوی دي د نړۍ له ظالمو قوتونو (اسرائیلو) څخه دفاع او حمایت وکړي، هغه اسرائیل چي له نیمه پېړۍ څخه د زیات وخت راهیسي یې لاسونه د مظلومو فلسطینیانو په وینو سره دي، آیا د تروریزم سره ضد جګړه دې ته وايي؟

کله چي د سپټمبر د ۱۱ پېښه کیږي نو هغه ته تروریستي حمله وايي، خو کله چي بیا په اسلامي نړۍ کي په عامه ورځ پر مظلومو او بې ګناه انسانانو بمبارۍ کیږي هغه بیا د تروریزم خلاف جګړه ده.

کله چي پر کلیسا حمله کیږي هغه تروریستي حمله ده او هغه کسان ترهګر دي، خو کله چي بیا پر مسجد او قرآن حمله کیږي هغه بیا تروریستان نه دي هغه متمدنه خلګ دي او غواړي چي یاغي او باغي قوتونه وځپي او غیر متمدنه خلګ له تمدن سره آشنا کړي.

آیا د کوم تمدن نارې چي تاسي وهئ آیا دا تمدن تاسي له اسلامي نړۍ څخه یو نه یووړ؟ آیا ستاسي د سائنسي علومو د استادۍ ویاړ اسلامي نړۍ په غاړه نلري؟ خو اوس بیا موږ یاغیان، باغیان او تروریستان سوو.

کله چي د سپټمبر د ۱۱ ورځ رارسیږي نو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د غم شریکۍ او تسلیت پیغامونه د ۱۷ کاله مخکي مړه سوو ۳۰۰۰ امریکایانو روحونو ته وړاندي کیږي خو کله چي بیا هر کال په زر هاوو مسلمانان، بې ګناه کوچنیان او ښځي په شهادت رسیږي نو بیا جشنونه جوړیږي او په عامه ویل کیږي چي موږ خوښ یو چي تروریستان مو ځپلي دي.

کله د نیمي نړۍ د انسانانو دین ته یو صحرایي او وحشي قانون ویل کیږي او دین ته یې په سپک نظر کتل کیږي او پر رهبر باندي یې ملنډي، سپکاوی او د استهزاء پخاطر یې کارټون جوړیږي، نو ټوله نړۍ چوپ وي او هیڅ نه وايي، خو کله چي بیا د دوی د قانون نیمګړتیاوي ور په ګوته کیږي نو ټوله نړۍ دي مخ ته دریږي چي ډیموکراسي ته احترام نلرئ او د بیان آزادي تر پښو لاندي کوئ.

خپلو په هیوادونو کي یوه لاسوهنه هم نه مني خو موږ ته بیا قانون او حکومتونه راجوړوې.

کله چي یې د نیمګړو قوانینو پر خلاف دریږم نو سختدریځه مسلمان یم، خو کله چي بیا ددوی هره کړنه په سر او سترګو منم نو بیا منځلاری، معتدل او اصلي مسلمان یم.

کله چي خپل اصلي او اسلامي فرهنګ په ټولنه کي رواجوم نو له تمدن څخه لیري او حشي انسان یم خو کله چي په غربي تهذیب سمبال ټولنه تیاروم نو بیا متمدنه انسان یم.

کچیرته خپل نصاب اصلاح کوم، د خپلو خویندو حیاء پر ځاي کوم نو سختدریځه او تنګ نظری مسلمان یم، خو کچیري له خپلي خور څخه په طیاره کي د خدمتګاري، په تلویزیون کي د نطاقي، په دفتر کي د سکرتري او په پوځ کي د عسکري کار واخلم نو یو ځل بیا متهذب او متمدن انسان یم.

کچیري د باطلو قیادتونو مخه نیسم نو هم غلط کار کوم ځکه هرڅوک د خپلي عقیدې آزادي لري، خو کچیري یو داسي قیادت رامنځته کوم چي د اسلام اصیل فهم خلګو ته ور وښيي نو بیا سختدریځه یم.

کچیري په ټولنه او رسنیو کي فحشاء خپروم نو متمدنه انسان یم خو کچیري د همدې فحشاء مخه نیسم نو یو ځل بیا سختدریځه او تنګ نظری یم.

آیا انصاف ودې ته وايي؟ آیا د تروریزم سره جګړه ودې ته وايي؟

دوی چي هرڅه کوي ددې لپاره یې کوي چي یو سوچه اسلامي نظام پر نړۍ باندي حاکم نسي، دوی غواړي په ځمکه کي فتنه خپره کړي او د الله تعالی د مخلصو بنده ګانو مخه ونیسي، چي دا هرڅه په واضح ډول په قرآنکریم کي موږ ته ویل سوي دي

ټول مسلمانان دي پوه سي چي د تروریزم سره جګړه فقط یوه بهانه ده ددې ترشا د کلیسا او مسجد، صلیب او قرآن جګړه شروع ده.

خو موږ او ستاسو وظیفه داده چي مبارزه به تل جاري ساتو، ناهیلي کیږو به نه، ځکه د صلیبیانو یو هدف دا هم دی چي مسلمان ځوانان په ناهیلي او پښېماني اخته کړي او په رواني ناروغیو یط مبتلاء کړي، ځکه دوی وايي چي د یوه هیواد د وګړو د ناهیلي کولو لپاره باید هغوی ته د اقتصادي بحران، وینه توئیدني، خرابۍ، وروسته پاته والي او داسي نوري جملې تکرار سي څو هغوی له اقتصادي، سیاسي او فرهنګي مبارزې څخه لاس واخلي او ناهیلي سي او د صلیبیانو لویه لاسته راوړنه او خوشحالي همدا ده چي مسلمان ملت له مبارزې ناهیلی او ستومانه وویني.

په پای کي دا وایم چي که امریکا د ظالمو له حمایت، د مظلومانو له وهلو او وژلو لاس وانه خلي نو شاید د سپټمبر ۱۱ په څېر پیښي نوري هم رامنځته سي ځکه د الله تعالی یو نوم بیا (المنتقم) دی او هیڅکله پر ظالم د مظلوم غچ او انتقام نه پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د