
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سبا د شنبې په ورځ کابل ته راځي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د راتلونکې شنبې په ورځ په خپل لومړني بهرني سفر کابل ته راځي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل رسنيو ته ويلي، چې د شاه محمود قریشي دغه سفر به رسمي نه وي، بلکې له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني او افغان چارواکو سره به د دوو اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې شاه محمود قریشي به کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې لپاره په شريک عمل پلان خبرې وکړي او په دغه ترڅ کې به د سولې، مهاجرينو، اقتصاد او سرحدونو د څارلو په موضوع خبرې وکړي.
د پاکستان تېر حکومت او د کابل ګډ حکومت د روان کال په می مياشت کې د شريک عمل پلان په تړون هوکړه کړې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې کابل ته راځي، چې د کابل او اسلام اباد اړيکې هم ترينګلې دي، امریکا او ګډ حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې له پاکستان څخه غوښتنه کوي، چې طالبان د سولې خبرو کې د ګډون لپاره مجبور کړي.
پاکستان که څه هم له کابل او امریکا سره د سولې خبرو کې د مرستو ژمنه کړې، خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې پر طالبانو دومره اغېز نه لري، چې په زور يې د سولې خبرو ته حاضر کړي.