fbpx
cant sleep

د یوې شپې کم خوب هم د شکر ناروغۍ کچه لوړوي. څیړنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۷ل): نږدې ټول روغتيايي څېړونکي د خوب د اهميت په اړه سره يوه خوله دي، د خوب د کموالي زیانونو په اړه يې خبرداری ورکړی، د اړتيا په اندازه خوب د انسان په ذهانت او د ماغزو قوت کې مهم رول لري، او پوره خوب د انسان د درک وړتيا قوي کوي.

پوهان وایي چې د خوب کموالی په انسان کې له منفي اغیزو بل څه نه زیږوي، همدا ډول نویو څیړنو ښودلې چې د شپې کم خوب یا بې خوبي انسان د شکر په دویم نوعه ناروغۍ اخته کوي.

په دغه څیړنه کې ویل شوي چې د یوې شپې کم خوب د ځیګر په ګلوکوز جوړولو او د انسولین پراسیس کولو وړتیا اغیزمنه کوي او د میټابولک (غذا بدلوونکې) ناروغۍ لکه په ځیګر باندې د غوړ او وازدې راټولیدل او د شکر ناروغۍ ګواښ څو چنده لوړوي.

دوی زیاته کړه چې د خوب نشتوالی په ځیګر کې د میټابولیزم هغه ماده چې د تنظیمولو عمل سر ته رسوي د خوب کموالي له کبله انزایمونه بدلوي، او په ځیګر باندې د غوړ او چربي کچه کې زیاتوالی راولي، کله چې په ځیګر د غوړ او چربي کچه زیاته شي انسولین په بدن کې په سمه توګه د نه پراسیس کېدو ګواښ لوړوي چې له امله یې انسان په شکر ناروغۍ اخته کیږي.

دغه څیړنه د جاپان په مشهور پوهنتون «ټوهو» کې د یو شمېر څیړونکو په ګډون ترسره شوې ده.

له دې وړاندې ځینو څیړنو ښودلې ده چې د شپې لخوا د خوب کموالی د هیریدو/حافظې کمزورتیا (ډیمنشیا/الزائمر)، د زړه او فالج حملې او د شریانونو سره نښتې ناروغۍ رامنځته کوي.

هغه ناروغۍ چې د کم خوب له کبله رامنځته کیږي، ډپریشن او خپګان، د درک او تمرکز وړتیا کمزورې کول (الزائمر ناروغي)، شکر ناروغۍ او په بدن کې د کولیسترولو کچه لوړوي چې د چاغوالي لامل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د