ورزش

د افغان لوبغاړو پر نېوکو د کرېکټ بورډ مشر «عاطف مشعل» څرګندونې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر شکر الله عاطف مشعل د هغو لوبغاړو پر نېوکو چې پر کرېکټ بورډ او د افغان پریمیئر لیګ د بولۍ پر بهیر یې کړې وې تازه څرګندونې کړي دي.

د بي بي سي راپور سره سم عاطف مشعل ویلي دي چې د افغانستان غوره لیګ (APL) کې د لوبغاړو د پېر بهیر ښکاره او د کرېکټ نړیوالې شورا په بشپړه څارنه شوی دی.

له دې وړاندې د افغان ملي لوبډلې تکړه لوبغاړو شاپور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او روښان بارکزي چې په یاد لیګ کې نه دي اخیستل شوي پر کرېکټ بورډ او په افغان غوره لیګ کې د نیلامۍ پر بهیر سختې نېوکې کړې وې.

دوی وایي چې دا هر څه د پردو تر شا ترسره شوي، آن دا چې د غوره لیګ ټولې لوبډلې لا په بشپړ ډول پلورل شوې هم نه دي، همدا ډول نور علي زیاته کړې چې د لوبغاړو په انتخاب کې د واسطو او خپلوۍ څخه کار اخیستل شوی دی.

خو عاطف مشعل د نور علي ځدراڼ دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې چې د نور علي ځدراڼ وراره ابراهیم ځدراڼ او خوریي مجیب الرحمن په لوبډلو کې اخیستل شوي، خو که ده ته د لوبډلو پام نه ورګرځي دا د کرېکټ بورډ ستونزه نه ده.

نوموړی وایي: «داسې څنګه کیدلی شي چې د مور میري سلوک وشي، چې د کورنۍ غړي یې اخیستل کیږي او دی نه اخیستل کیږي».

د شاپور ځدراڼ په اړه عاطف مشعل په لوبډله کې دده په نه شتون خپګان ښکاره کړ او زیاته یې کړه چې نوموړی د خپلې خوښې کټیګرۍ کې اچول شوی و، څومره چې زمونږ مسوولیت و هومره خواري مو ورسره کړې، خو بدبختانه د کومې لوبډلې لخوا وانخیستل شو.

عاطف مشعل که څه هم په افغان پریمیئر لیګ کې د لوبډلو مالکانو په اړه څه ونه ویل او نه یې هم د نور علي ځدراڼ په ملي لوبډله کې د نه شاملیدو په اړه څه وویل خو یوازې د افغان غوره لیګ په اړه وغږید.

د افغان پریمیئر لیګ د لوبغاړو نیلامي د تېرې دوشنبې په ورځ په عربي اماراتو کې ترسره شوه چې د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون په کې خارجي لوبغاړي هم واخیستل شول، چې د اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه به پېل او درویشتمه نېټه پای ته ورسیږي.

په دغه پریمیئر لیګ کې پنځه لوبډلې ګډون کوي چې کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ دي، دغه لوبډلې ټولې د بهرنیانو مالکانو لخوا اخیستل شوي، چې د کابل لوبډله مورلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کیپیټل، د کندهار لوبډله د ایس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله د وي راک او د بلخ لوبډله د لیجنډري من شرکت لخوا اخیستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x