چار زانو نشستن بعد از وقت!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

ولسي جرګي په مطلق اکثریت سره د کابل – واشنګټن تر منځ په تر سره شوي امنیتي تړون باندې د بیا کتنې رایه ورکړه .

د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې یاد تړون پرته له دې چې هره ورځ مونږ له دریو تر څلور سوه پوري بشري تلفات ورکړو بله یې هیڅ ګټه نه ده کړې .

د همایون د خبرو په تعقیب د ولسي جرګې نورو غړیو هم په مطلق اکثریت سره پر یاد تړون د بیا کتنې رایه ورکړه .

پر ولسي جرګې سربیره پخواني ولسمشر حامد کرزي ، د امنیتي تړون تر ټولو کلک پلوی حضرت صبغة الله (مجددې)، د تړون لاسلیکوونکي حنیف اتمر، یونس قانوني ، حاجي محقق او د تړون یو شمیر نورو مهمو ملاتړو هم د یوې غونډې په ترڅ کې د امنیتي تړون د بیا کتنې جدې غوښتنه وکړه .

د حضرت صبغة الله مجددې په شمول دا ټول ښاغلي پرون له امریکا سره امنیتي تړون ته دومره لیواله وو چې آن د نه لاسلیکولو په صورت کې یې د هجرت او هیواد پریښودلو ګواښونه کول او همدا تړون یې له ټولو ستونزو څخه د افغانستان د نجات یواځینۍ وسیله بلله.

له همدې امله ښاغلي اتمر او د هغه په تعقیب د ولسي جرګې غړو پرته له دې چې د تړون متن وګوري او په هغه کې د خپل هیواد مصالح او اضرار وسنجوي په پټو سترګو یې لاسلیک کړ.

هماغه ده چې په اصطلاح امنیتي تړون د امنیت د ټینګښت پر ځای په هیواد کې د بد امني، بیکارۍ، ملکي تلفاتو زیاتوالي او سلګونو نورو بدمرغیو لامل شو.

کومو ښاغلیو چې پرون د امنیتي تړون په لاسلیکولو ټینګار درلود هدف یې تري خپل شخصي مصالح وو چې هغه یې تر لاسه کړل ، اوس چې پر هغه باندې د بیا کتنې وړاندیزونه کوي هغه بلکل بي ځایه او بي وخته دي ، ځکه امریکایانو نه هغه مهال د ولسي جرګي په خوښه دا تړون لاسلیک کړی او نه اوس ولسي جرګې ته پر هغه باندې د بیا کتنې صلاحیت ورکوي. هغه مهال هم ولسي جرګې ته د تړون متن د ښاغلي اتمر او امریکي د سفیر تر لاسلیکولو وروسته وسپارل شو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا هغه پليد، بي ناموسه أو شرير خلك دي چي په هيس هم بندوواز ندي
وايي وطن مور ده ، دغو رذيلانو خپله مور په ديرو وحشيانو خراپه كره او دا اجازه يي هم وركره چي په هر رقم أو له هري لوري چي پر رازي راشي أو هر سه چي په كوي اجازه لري. پاك الله(ج) به دا لا پروا منافقين نور هم وشرموي إنشاءالله . ولعذاب الآخرة اكبر

Karwan
میلمه
Karwan

جميل وروره نوره تبصره به نه پري کوم، دغه حراميان اوس خلکو ډير ښه پيژندلي دي. زه ستاسو د نظر سره سل په سلو کي موافق يم. ډيره مننه، کامياب اوسي. په درناوي کاروان

حضرت
میلمه
حضرت

سلام علیکم. د اوږد عُمر ژوند یو مسلمان ته د سبحانه و تعالی یوه عطاء ده.یا د زیاد خدمت او عبادت د ثواب د حصول پخاطر یا د احتمالی عصیان اوګناه د جبران او توبې د فرصت د مهیا پخاطر. ددې تړون مړون د آشپزانو په ډله کی داسی کس یا کسان شته دی چه یوه پېړۍ ئې د خپل روحانی!!! دریځ له امله د پښتون خوارکی قام په تحمیر او تحمیق کی ستر رول لوبولی دی. دا کسان بیا هم فرصت لری چه د خپلو احمقانه او نوکرانه او ظالمامه کړنو او عصیان له بابته توبه وباسی، دا کسان… نور لوستل »