افغانستان

په چورلکه د طالبانو بريد: د ډګروال په ګډون ۵ سرتيري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په رنج سيمه کې د طالبانو په ډزو د ملي اردو د ځواکونو يوه الوتکه رانسکوره شوې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼې کې ويلي دي چې دغه الوتکه بيګا د شپې وروسته له هغې رانسکوره شوه چې طالبانو پرې د درنو وسلو ډزې وکړې.

په خبر کې ويل شوي دي چې الوتکه له لګېدو وروسته راپريوته او اور يې واخيست چې په کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو لوري په خپرو شويو انځورونو کې ښودل کيږي چې په سيمه کې د غورځېدلې الوتکې پاتې شوني او د عسکرو جسدونه پراته دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه پیښه کې د ډګروال توریالي خان په ګډون ۵ تنه د هوایي قواوو سرتیري وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پخپل ټويټر د راغورځول شوې الوتکې او عسکرو د جسدونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

https://twitter.com/QMY_Ahmadi/status/1040787607070887936

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x