افغانستان

د افغانستان بانک؛ ۳۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان بانک وايي نن به ۳۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.

د دې بانک مشر خلیل صدیق ويلي، د دوی اصلي هدف دا دی چې په بازار کې له اړتیا زیاتې افغانۍ را ټولې کړې.

د افغانستان بانک؛ وروسته له هغه دا اقدام کوي، چې تېره ورځ د ډالرو بیه د افغانيو په مقابل کې تر ۷۶،۶ پورې ورسيده.

خلیل صدیق وايي، کله چې په یو هېواد کې په ناڅاپي ډول د اسعارو بیې ښکته پورته کېږي، نو د بانکونو مداخلې ته اړتیا پېښېږي.

هغه وايي د افغانستان بانک؛ له پنځلسو کلونو راهیسې هر کال درې میلیارده ډالره بازار ته وړاندې کوي.

د ډالر په بې ساري ډول لوړوالي، عام افغانان اندېښمن کړي او د خوراکي توکو په ګډون يې د ګڼو موادو پر بيې اغېز کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x