
رولا غني؛ پروموټ پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر فساد کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني مېرمن رولا غني، د افغان ښځو لپاره د پروموټ په نوم پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر په بډه وهلي.
سیګار، پخپل تازه راپور کې وايي، ټاکل شوې وه، رولا غني به په حکومت کې د ښځو د ګډون په پلمه، ۵۷زره ښځې روزي، خو یوازې ۵۵ تنه يې روزلې دي.
د بشري حقونو دفتر بیا خبرداری ورکړی، چې له افغان ښځو سره د مرستې په نوم د امریکا ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته به بنده شي.
پروموټ؛ چې په ۲۰۱۴م کال کې يې کارونه پیل کړل د رولا غني له خوا د «یو اس اې ای ډې» په مرسته پر مخ وړل کېږي.
په دې پروګرام کې د ښځو د ګډون لپاره مشخص عمر د ۱۸-۳۵ تر منځ ټاکل شوی دی.
رولا غني دعوه کړې چې دغه پیسې يې بهرنیو همکارانو ته د معاشونو لپاره ورکړې دي.