افغانستان

ډاکټر غني لا هم د امریکا ستراتېژۍ ته سترګې نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د امریکا لوړپوړي امنیتي مسؤلین د جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ د بیا کتني څرګندونې کوي، محمد اشرف غني وايي دا ستراتېژي نتېجه ورکوي.

هغه له وایس نیوز انلاین، سره په خبرو کې ويلي، د ټرمپ دا ستراتېژي بریالۍ ده.

که څه هم د دې ستراتېژي چې د تېر میلادي کال تر نیمايي وروسته يې د تطبیق ګام واخیستل شو، ټول تمرکز پر جګړه او هوايي بریدونو دی، خو غني يې د «سولې د هڅې» ستراتېژي بولي.

هغه وویل: «د ولسمشر ټرمپ د دې ستراتېژۍ هدف د جګړې دوام نه دی، بلکې یو با ثبات افغانستان او یوه کراره جنوبي اسیا غواړي.»

د دې ستراتېژي د تطبیق له اعلان سره، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د مطبوعاتي څانګې د معلوماتو پر اساس هره میاشت سلګونه هوايي بریدونه شوي دي.

د دې سرچینې په وینا د ستراتېژۍ له پیله تر اوسه، هره میاشت لږ تر لږه څلور سوه او په لوړه کچه اوه سوه هوايي بریدونه شوي دي، چې له ملکي تلفاتو يې سترګې نه شي پټېدلی.

محمد اشرف غني په مرکه کې دا دعوه هم وکړه، چې د عسکرو تر څنګ يې د طالبانو پر مرګ هم زړه بدېږي.

د روان لمریز کال غبرګولي کې رویټرز دا ستراتېژي ناکامه وبلله، چې هم مهاله د ولسي جرګو غړو هم د دې جرګې د ناکامۍ غږ وکړ.

د روان لمریز کال په مارچ کې افغان شنونکي ډاکټر فیض محمد ځلاند محمد اشرف غني د دې ستراتېژي «اجرتي او قراردادي» یاد کړ.

هغه پخپله لیکنه کې لیکلي و: «دا ښاغلی د افغانانو لپاره د سولې او امنیت راتللو ارمانجن نه دی، بلکې په افغانستان کې د ټرمپ د ناولې ستراتیژي د عملي کولو لپاره یو اُجرتي او قراردادي دی.»

ځلاند په وروستۍ برخه کې یادونه کړې چې باید د «کمونیست نجيب» له تاریخ څخه عبرت اخیستل شوی وای: «دا له تاریخ ناخبره قراردادیان که پوهیدلای نو د کمونست ډاکټر نجیب له تاریخ څخه به یې عبرت اخیست وای، چې له څومره ظلم او وحشت سره سره یې په افغانانو د کریملین جوړه شوې ستراتیژي عملي نه کړلای شوه او بلاخره یې نتیجه کې پخپله په دار وځړول شو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x