افغانستان

امنیتي چارواکو شمال کې د ټاکنو په اړه د جنبش څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): امنیتي چارواکي وايي شمال کې ټاکنې کېدونکې دي او د جنبش ګوند څرګندونې سمې نه دي.

د ګډ حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم ګوند ویلي و، په شمال کې وضعیت ترېنګلی شوی او ټاکنې امکان نه لري.

د جنبش یو مخکښ غړي کنشکا ترکستاني رسنیو ته د نمونې په ډول فاریاب یاد کړی، چې په وینا يې یوازې اندخوی ولسوالۍ کې يې ټاکنې امکان لرلی شي.

دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت دعوه کړې، چې دوی شمال کې ټاکنو ته زمینه برابره کړې او باید وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټاکنو د خوندیتوب په پلمه يې ګډ امنیتي پلان جوړ کړی دی، دفاع وزارت بیا شمال کې د عملیاتو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید دعوه کوي، هلته هیڅ ډول امنیتي ستونزه نشته.

دا په داسې حال کې دی، چې د شمال په فاریاب، بادغیس، بغلان، کندوز، سرپل او ګڼو نورو ولایتونو کې د طالبانو د پرلپسې پرمختګونو خبرونه هم ورکول کېږي.

ټاکل شوې راتلونکې پارلماني ټاکنې د تلې په اته ویشتمه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x