افغانستان

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په لومړني بهرني سفر د افغانستان پلازمينې کابل ته راورسېد

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل رسنيو ته ويلي دي چې شاه محمود قريشي به د افغانستان له چارواکو سره د سيمې د امنيت او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او د دواړو هيوادونو له يو بل سره د همکارۍ زمينه سازي به وکړي.

د فيصل په وينا شاه محمود قريشي به په دغه ليدنه کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره وګوري او د سيمې د حالاتو په اړه به سره خبرې وکړي.

له شاه محمود قريشي سره په دغه سفر کې د بهرنيوچارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه او نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي شامل دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې تر بل هر وخت ترينګلې شوي دي چې د شنونکو په بارو د پاکستان نوی حکومت غواړي چې له افغانستان سره خپلې اړيکې ورغوي او له يو بل سره د سيمې په امنيت چارو کې کار وکړي، خو افغان چارواکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په همکارۍ کې رښتينی نه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close