څېړنه: ۵۵ سلنه خلک پر ټاکنیزه پروسه باور نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز وايي، پر ټاکنیزه پروسه او د ټاکنو پر کمیسیون ۵۵ سلنه خلک باور نه لري.

د دې بنسټ د څېړنې له مخې په ۱۳ ولایتونو کې ۳۰۵زره تنه پوښتل شوي، چې یوازې ۴۵ سلنه خلکو ورته د خوښي رایه ورکړې.

د دې بنسټ غړي سیف الله طه، وویل، ۵۳ سلنه خلکو د اوسني پارلمان په اړه ویلي، چې وکیلانو ته يې شخصي ګټې مهمې دي، ځکه خو په راتلونکو ټاکنو کې هم باور نه شي کولی.

که څه هم د دې بنسټ څېړنې د باور سلنه ان ۴۵ ښوودلې، خو په خواله رسنیو کې د ټاکنو په اړه عام دریځ نه ښکاري، چې په دولتي دستګاه کې له بوختو کسانو پرته عام ولس اصلاً پر ټاکنو باور نه لري.

د شنونکو په باور د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ناندرییزې پایلې، د بهرنیانو مستقیمې مداخلې او د ناقانونه حکومت پنځه کاله حکومت کول هغه څه دي، چې ولس پر دې باور لري، چې رایه يې ارزښت نه لري.

په هېواد کې روانې وضعې ته په کتو ګڼ شنونکي راتلونکې پارلماني ټاکنې ناممکنې بولي.

د ټيفا په نوم د ټاکنیزې پروسې څارونکي بنسټ دوه ورځې وړاندې وویل، چې که له روان وضعیت سره سم، ټاکنې وشي، نو هېواد به بحران ته ټېل وهل شي.

تازه د جنبش ګوند هم ویلي، چې په شمال کې د نا امنیو له امله ټاکنې امکان نه لري، خو امنیتني چارواکو يې د کېدو دعوه کړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د