افغانستان

پروان کې چاودنې د ملي امنيت ۹ مسوولينو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د پروان ولايت په خلازيو سيمه کې يوې چاودنې د ملي امنيت څلور کارکوونکي وژلي او د يوه ملکي کس په ګډون يې پنځه نور ټپيان کړي دي.

د پروان ولايت وياندې وحيده شهکار رسنيو ته ويلي، چې د ملي امنيت عسکرو غوښتل، په سيمه کې ځای پر ځای شوی ماین خنثا کړي او دغه مهال پرې چاودنه وشوه.

د شهکار په وينا په سيمه کې طالبانو دوه ماينونه ځای پر ځای کړي وو، چې دوهم يې د ملي امنيت پر کار کوونکو وچاودېده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x