د رایه ورکوونکو د ثبت لړۍ

سیاسي ګوندونو دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو د «لوی ملي ائتلاف» په نوم حرکت په دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړلي.

طلوع نیوز د دې سرچینې په حواله وايي، چې دوی په هرات، کندهار او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړلي.

دوی په نورو ولایتونو کې د ورته اقداماتو ګواښ کړی او ټينګار کوي چې د ټاکنو اړوند دې د دوی طرحه ومنل شي.

د ټاکنو کمیسیون لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دې ائتلاف کې شاوخوا دېرشو سیاسي څېرو او ګوندونو ګډون کړی، چې روانه ټاکنیزه پروسه له درغلۍ ډکه بولي او دعوه کوي چې حکومت ټاکنیز کمیسیون په لاس کې اخیستی.

د ټاکنو کمیسیون پرلپسې ویلي، چې د ګوندونو له لوري دوی ته وړاندې شوې طرحه اوس نه شي تطبقېدلی او وخت لږ پاتې دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د