نظــر

د افغانستان ناپایه جګړه، د افغانستان یو بوږنوونکی تصویر

Joseph Boldi

د دفاع وزارت پخوانی افسر جوزیپ بولډي چې د پنټاګان له لوري یې په افغانستان کې تر 2005م کال پوري د مخدره موادو د مخنیوي په برخه کې ماموریت ترسره کړی؛ د نیویارک ټایمز مدیر ته په یو لیک کې وایی:

د 19م اګست یوه مقاله کې چې، افغان جګړه به څوک ګټي؟

د افغانستان یو ډېر بوږنوونکی تصویر وړاندي کوي.

نوموړی وایي دا ځکه چې پس له 17 کالو نه هم د افغانستان حالت بدل نه شو، همغه وژني رواني دي، ان د ښوونځي ماشومان وژل کیږي، په داسي حال کې چې زموږ سیاسیون، جنرالان او مرسته رسوونکي مؤسسات اوس هم خپلي پرمختیاوې را شمېري چې ګویا موبایل ته د لاس رسي آسانتیا یې رامنځ ته کړي.

په 2005م کال کې، کله چې زما ماموریت په افغانستان کې ختم شو، چې د دفاع وزارت له لوري د مخدراتو د مخنیوي ادارې افسر وم، هغه مهال لا افغان حکومت په فساد کې ډوب و چې کابو کول یې تروس تېره خبره وه، د مخدراتو تولید ترکنټرول وتلې چاره وه.

افغان ځواکونو د دې وړتیا له لاسه ورکړي چې تلپاتی ثبات راولي، ملي دولتي ادارې دې حالت ته رسیدلي چې د یویشتمې پیړۍ له معیار سره هیڅ سمون نه خوري.

ډېره هیښوونکي ده چې سپینه ماڼۍ او پینټاګان پخپلو ګډو خیالي پلاوونو کې پاتي دي، په داسي حال کې چې امریکایي رایه ورکوونکي (عام ولس) په زیاتیدونکي ډول زموږ د راوتلو غوښتنه کوي.

وای موږ څنګه کولای شو چې خپل نارینه او ښځینه سرتیري مو خپلو کورنو ته راولو او د ملیاردونو ډالرو د ضایع کیدلو مخنیوی وکړو چې اوس یې په خاکدان غورځوو؟

لیکوال، جوزیپ بولډي

له 2004م تر 2010م پوري د دفاع وزارت د پالیسي او استخباراتي امورو افسر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x