افغانستان

حزب اسلامي د «داعش» په نوم ځانګړې ډلګۍ لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله، د هېواد په ختیځ کې داعشي وسله‌وال روزي.

نن ټکی اسیا ته کره سرچینې وویل، کونړ کې د حزب اسلامي وسله‌وال قومندان امان الله خان د داعشیانو د روزنې پر سر ناندرۍ هم کړې دي.

د سرچینې په وینا نوموړی قومندان څو ورځې وړاندې کابل کې له انجینر ګلبدین حکمتیار سره ولیدل، چې د بېرته تګ پر وخت هغه ورته امر وکړ، چې شېګل کې يې وسله‌واله ډلګۍ تیاره کړې او باید روزنه او تمویل کې يې ناغېړي ونه کړي.

امان الله خان واضح ورته ویلي، چې هغه داعشیان دي او دی يې د روزنې مسؤلیت په غاړه نه شي اخیستلی.

حکمتیار، ټينګار پرې کړی، چې باید د دې ډلې په نوم پسې ونه ګرځي، خو کونړ کې د وسله‌والې مبارزې لپاره يې باید مرسته ورسره وکړي.

ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې هم په خبري کنفرانس کې ایران د داعش په ملاتړ تورن کړ.

داعش چې په سیمه کې د امریکا په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ګډه پروژه بلل کېږي، د فعالیت په لومړیو کې يې هم حزب اسلامي د رسمي اعلاميې له مخې ملاتړ وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجنر غلا محمد

حزب حکمتیار ارغندوال مکمل امریکایی فلوه ده دداعیش د هم فری بلا وی

غوربندي

ازموده را ازمودن خطاست!

ګلبدین له مرګ او ترور پرته بله لاسته راوړنه نه شي لرلای،،،، د دې نا ښاغلي په حق کې د ترهګر غربي او اشرار کمونستي اصطلاح ګانې پوره صدق کوي چې حاصل یې د طالبانو له خوا د “شر او فساد” تر ټولو جامع اصطلاح ده.

منصور

ای ذلیلو چی د مسلمانانو‌ خلاف به سومره نوری پروژی د ایران او روس تطبیق کری

جميل

منصور صاحب؛ نوروته ذليل خطاب كول سمه نده كه كوم دفاعي دليل دي درلوداى خو بايد ليكلى دي واي نو چا به نه ويلاى چي دا د مشر صاب مدافع ولي عقل له لاسه وركى. دايران أو روسيي خو كوم ثبوت نشته چي سوك دي شكاره كي،كه ايران أو روسّيه سه هم وكي هغه به له خپلي بيري أو ساتني له پاره وكي نه دا چي بابايي أو امريت دي وكي، خو دانور ٥٠ ماماگان توله ويني چي سه كوي. أو داهم ومنه چي دوي كاملاً مسونيت أو له هري قضاء نه برءات لري . دوي كه صبا د مشر… نور لوستل »

رحمت افغان

ستاسو او شیعه ګانو یوه ذره فرق نه شته تاسو هم د هغوی پر لار روان یی، د حکمتیار دوښمن ځوک دي؟ یا ېې کمونستان او امریکا پلوي دي چې د عفیدې اختلاف ورسره لري، یاېې د فدرت وږي طالبان دي چې فکر کوي واک به ورسره وویشي، یاېې احمق او بی سوداه سوډر دي چې هر ډول ته اوړي د حق او نا حق توپیر نه شي کولای نجیب ېې هم فهرمان دی امان الله هم او ملا عمر هم، او یاېې هغه متعصب او له خدای لرې مجاهلین دي چې شخصي تربکنۍ ورسره پالي لکه غوربندي صیب، هغوی… نور لوستل »

جميل

افغان صيب خبره د تعصب أو نفاق نده هر با ايمانه مسلمان بايد حق ومني هغه حق چي مونژته رب العالمين را شودلى دى. سوك چي د حربي كافر سره په يوه جبهه كي أو د كافر په امكاناتو د مسلمان أو اسلام مخه نيسي او كفاروته كريدت وركوي أو اوامر يي پلي كوي، د هغه تعريف زمونژ په دين كي سه دى ؟ فهومنهم . هغوي چي تاسوته اصلي داعشيان ايسي په ابتداء كي زه هم په غوليدلى وم. خو كوم كارونه چي دوي كول د اسلام هدايات نه وه ، داسلام أو خلافت بدنامول، د سني أو شيعه… نور لوستل »

غوربندي

رحمت افغان صاحب تاسو ډېر مهم ټکي ته اشاره کړې چې ګواکي یو حقیقي داعش دی او یو هغه دی چې پاکستان اړ امریکا را منځ ته کړی، که ستاسو دا خبره سمه وي نو ددې پوښتنې ځواب هم ووایی چې د وحشي په اصطلاح حقیقي او رامنځ ته شوي داعش دواړو په اصطلاح جهادي او غیر جهادي داعشي وحشتونه ولې د دوی له واحد نشراتي ارګان یعنې اعماق څخه خپریژي؟؟؟ زه هغه نه یم چې تاسو مردار یاد کړي دي، بلکه زما انتساب (سیمه ایز) همدې تر ټولو په مرداریو اغشته تنظیم ته دی چې فقط د خدای، وطن… نور لوستل »

طوطی

ماشاءالله دا خو خورا ښه خبر دی هم د طالب ضد او هم د حکومت.

شالو

یره زه که د حکمتیار صیب په ځای وای ما به نر غوندی د امارت سره ټینګ بیعت کړی وای او د طالبانو د مشرانو حق خبره به می داسی منل لکه حقانی صیب خیل( د باطل پالو لپاره تندر) صادق او زړور استاد یاسرصیب، مخلص مجاهد یونس خالص …… چه د امارت سره یی په بیعت که د دوی عزت ، شهرت او کریډت په اتومات ډول د پخوا په پرتله په مراتبو لوړشو. بد بختانه چه حکمتیار صیب محترم یو ناکام جهادی رهبر دی. ده ونشوای کولی چه په دا تیر څلور لسیژو که یو مثبت کردار ادا… نور لوستل »

طوطی

شالو ته: زه بیا وایم چی د طالبانو سره دی یوه کمیټه د صلحی لپاره ایجاد. طالبانو سره دی چی بعیت وکړ بیا نو د تسلیمی نوم پری ږدی او تاسو خو پوهیږی چی حزب اسلامی د دنیا ابر قدرتونو ته تسلیم نشو. اوس د حزب اسلامی او طالبانو تر منځ فرق دی کی دی چی طالبان ## دی ولی د حزب تول اعضا شکر چی تحصیل کرده او با علمه دی. د حزب غړی انتحار نکوی، ځان وژنه یی د روسانو په مقابل کی هم ونکړه خو بر عکس دا ## طالبان په ###

دوکتور غروال

ګلبدین د کله راهیسی محقق شوۍ دی ؟؟؟ بلی نوموړۍ ملی محققتوب په قتلونو ، فتنو ، حریصی او دسیسو کښی تثبیت دی او که دده داسی خواصو درلودلو سره محقق ونومول شی نو دا به دده اخلاقو سره مناسب انتخاب وی !!!!

احمدشاه

چه علم یی وی عمل یی نه وې
لکه په ….. باندی چه بار کړی کتابونه

نورو اولو تولو خبرو سره موافق یم

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx