په پاکستان کې ناټو ته دوه تیل وړونکي ټانکران سوځول شوي
د کراچی او کوټی ښار غزیدلې لویه لاره باندی خضدار ته نژدی دوډ په سیمه کی دنامالومو وسلوالو کسانو له خوا دناټو دتیلو ټانکران
په نښه شوي، او لږ تر لږه دوه ټانکران په اور سوځول شوي.
یو بل د تیلو ټانکر د چلونکی د وار خطایی له وجې یو کندي ته شوه سوی.سیمه کی چارواکی وایی چه دپیښی په اړه څیړنی روانی دی، خو تراوسه پوری څرګنده شوی نده چې دا برید چا کړی، اونه هم کوم چا تراوسه پوری دپیښی پړه په غاړه اخیستی ده.