افغانستان

د زابل د شملزو ولسوال په کندهار کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ ولسوال د کندهار ښار په عينو مېنه ښارګوټي کې ووژل شو.

د کندهار ولايت د رسنيو سرپرست مسؤول عزيز احمد عزيزي رسنيو په لېږل شوې خبرپاڼه کې د شملزو پر ولسوال بريد تاييد کړی دی.

د عزيزي په وينا عينو مېنه کې نامعلومو وسله والو بريدګرو د شملزو ولسوال مهمند نصرتيار وژلی او د هغه زوی يې ټپي کړی او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

د وژل شوي نصرتيار ورور او د زابل ولايت د شاه جوی ولسوال محمد وزير جوادي رسنيو سره په خبرو د خپل ورور وژنه تاييد کړې ده.

تر اوسه د دغې پېښې پړه چا نه ده منلې.

په کندهار کې د ناڅرګندو بريدګرو بريدونه زيات شوي، د ډېرو بريدونو پړه څوک پر غاړه نه اخلي او ويل کيږي، چې د دغو مبهمو بريدونو تر شا د خپلمنځي شخصي شخړو او سياسي بې بارويو لاس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x