نظــر

ښوونځي څوک سوځوي او پلونه څوک ورانوي؟؟

أبو عابد

که له کندهاره تر کابله په لویه لار مو سفر کړی وي. نو د لارې په امتداد کې به یوازې د زابل په ولایت کې څو تخریب شوي لوی پلونه وګورئ، چې حتی له تخریب او  ترمیم وروسته بیا بیا منفجر کړای شوي دي او په ماته ملا پراته دي. دغو ماتو پلونو ته چې کله موټر راورسیږي نو له عمومي لارې څخه په څنګ خامې ته واوړي او په ډیر شواخون له ژورو کندو څخه پورې وځي.

له ما سره همیشه دا سوال و چې د زابل په ولایت کې د لویې لارې دغه لوی پلونه چا او د کوم هدف لپاره نړولي دي؟ که دا کار طالبانو کړی وي او د طالبانو د نظامي پالیسي یوه برخه د پلونو نړول وي نو بیا خو له کندهار تر کابله  د غزني او میدان وردګو په ولایاتو کې لسګونه نور لوی پلونه هم شته، ولې هغه نه دي نړول شوي، حال دا چې اکثره یې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې دي.

یوه ورځ مې همدا خبره د زابل ولایت د مرکز قلات اوسیدونکي یوه طالب ته وکړه، له هغه مې وپوښتل چې په زابل کې د نړول شویو پلونو د مسؤلیت ګوته تاسو ته نیول کیږي، تاسو ولې دغه پلونه نړولي دي؟

زابلي طالب په ډیر ټینګار سره وویل چې دغه پلونه یو هم طالبانو نه دي نړولي، طالبانو شاید په سرک باندې ځای ځای امریکایانو ته ماینونه ايښي وي، مګر دغه لوی پلونه نړول هیڅکله د طالبانو کار نه دی. ده وویل چې دغه پلونه د زابل په مرکز قلات کې د هغو حکومتي چارواکو لخوا نړول شوي چې ساختماني شرکتونه لري او له حکومت څخه د بیارغونې په برخه کې ټیکې نیسي. ده وویل د زابل د ولایتي شورا مشر عطاء جان او ځیني نور حکومتي ټیکه داران د دې لپاره چې ځان ته کار پیدا او حکومتي قراردادونه ترلاسه کړي، قصدا یي دغه پلونه ونړول تر څو یي له حکومته د بیا جوړولو قرارداد واخلي او له دې لارې پیسې وګټي.

د هغه له خبرو معلومه شوه چې ډیر داسې تخریبي کارونه لکه، د پلونو ړنګول، د مکتوبونو سوځول، د کلینکونو او نورو عام المنفعه پروژو نړول او د بریښنا پایو ته زیان رسول، د همداسې  حکومتي ټیکه دارانو کار دی، چې د خپلو قراردادونو لپاره جوړې ودانۍ بیا بیا نړوي او بیا بیا ورباندې پیسې راباسي او په اصطلاح خپلو شوړو ته زمینه سازي کوي.

په دې وروستیو کې رسنیو خبر ورکړ چې د  پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال او سید جلال بخاري په نوم دوه ښوونځي د نامعلومو افرادو لخوا د شپې مهال د چاودنو په ترسره کولو سره نړول شوي دي. د دې خبرې په خپریدو سره رسنیو اوازه ګډه کړه چې طالبانو ښوونځي سوځولي دي. حتی د ګډ حکومت اجرائیه رئیس هم دغه کار په طالبانو وتاپه. خو څو ورځې وروسته پلټنو ثابته کړه چې دا کار طالبانو نه دی کړی.

د پکتیکا قومي مشرانو رسنیو ته وویل چې دوی د دې موضوع په اړه پوره پلټنه کړې ده، طالبانو دغه کار غندلی دی او په هغه کې لاس لرل یې په کلکه رد کړي دي. دغه راز طالبانو قومي مشرانو ته یو لیکلی تضمین هم ورکړی دی چې د معارف د تأسیساتو او عام المنفعه ځایونه ساتنه به کوي او د تقویې او ودې لپاره به یې هڅونه کوي.په دې ډول ثابته شوه چې په پکتیکا کې د ښوونځیو د سوځولو موضوع هم د زابل دنړیدلو پلونو په شان کومه بله انګیزه لري.

دا خبره له امکانه لرې نه ده چې په پکتیکا کې ښوونځي هم هغو حکومتي اختلاسګرو منفجر کړي وي چې له حکومت او مؤسسو څخه د ښوونځیو د ودانیو دجوړولو ټیکې او قراردادونو نیسي او له دې لارې ډيرې پیسې ترلاسه کوي. دغسې کسانو ته چې تازه پروژې په لاس نه ورځي نو خامخا به دغسې تخریبي اعمالو ته لاس اچوي تر څو خپل کار او ګټې ته زمینه برابره کړي.

لوړ حقائق ثابتوي چې  په افغانستان کې له روان اضطراري حالت څخه بیلا بیل افراد او ډلې د خپلو شخصي منافعو لپاره ګټه اخلي. متل دی وایي لیوه له خدایه باد او باران غواړي. دغسې تخریبګر او په خپلو مادي ګټو مین افراد هم د جګړې له وضعیت څخه په استفاده په پټه تخریبي اعمالو ته لاس اچوي. عام المنفعه وداني ویجاړوي چې بیا یې دښمن د خپلو دښمنانه مطبوعاتي پالیسۍ له مخې پړه په طالبانو اچوي.

خو عام اولس او د هیواد او ملت په درد دردمن هیوادوال باید پوه وي چې دغه کار د طالبانو نه دی او نه هم د اسلامي امارت په پالیسي کې دغسې تخریبي اعمال ځای لري. دغه کار تر ډیره د هغو حکومتي غټانو او فاسدو چارواکو دی چې دخپلو شخصي ګټو لپاره له هیڅ ظلم او تجاوزڅخه مخ نه اړوي. هغوی چې د بیت المال د چور او تالان سربیره د ځمکو د غصب، اختلاس، رشوت او غبن تور تاریخ لري او اوس یې د شخصي ګټو لپاره د عام المنفعه تأسیساتو عمدي تخریب ته هم لاس اچولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zadran

سږکال سرطان او اسد میاشت د لوګر ولایت ټول مکتبونه د طالیبانو له خوا تړل شوی وه،وروسته بیا د قومی مشرانو په منځګړتوب بیرته پرانستل شول،د دټولو بد بختیو عوامل دا مرداره جګړه ده، هیڅ څوک پړ نه ګڼم .یوازی دا جګړه پړه بولم.سوله ټولی بد بختی له منځه وړی.سوله لهی امر دی،سوله کی د هر شی ضمانت دی،هم د دین هم دنیا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x