
ای د ارګ ماڼۍ کې پټه ولسمشره/ غزل
نجی الله سمون
ای د ارګ ماڼۍ کې پټه ولسمشره
يوه خبره واوره رټه ولسمشره
يا میرویس غوندی گوزار په گورگین وکره
لژ د زور وکړه په مټه ولسمشره
يا شجاع غوندې غږ وکړه چې مزدور يم
چې راتول د شو تر څټه ولسمشره
دا دې څه دي روان کړي کور د وران شه
زموږ د و اېستله سټه ولسمشره
سمون وايي که دا يو کولاى نه شې
شه دې خوله په مرګي پټه ولسمشره
سمون صاحب
په ګوتو او قلم مو برکت شه، د ټولو هغه ځوانانو د زړه اواز مو په دې شعر کې منعکس کړی کوم چې د ملي اردو او پولیسو په یونیفورم کې د پردیو د ګټو او خپل ګوډاګيتوب د جاري ساتلو لپاره د مرګ کندې ته ټېل وهل کیژي.
ستاسو د لا نورو لیکنو او شعرونو په هیله.