افغانستان

د ننګرهار پوهنتون ۴۸ استادانو ماستري او دوکتورا ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار پوهنتون ۴۸ تنه استادانو د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې په بيلابيلو برخو کې زده کړې ترلاسه او بيرته خپل هيواد ته راستانه شول.

ددغو استادانو د هرکلي او قدردانۍ په موخه جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس ببرک مياخېل وويل چې د یو شمير سيمه ييزو او بهرنيو هيوادونو سره د تړونونو په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون استادان د دوکتورا او ماسټرۍ د زده کړو له پاره استادان لېږل شوي وو.

هغه د جاپان، امريکا، هند، چين، ترکيه، پاکستان او يو شمير نورو هیوادونو ياد کړل او زياته يې کړه چې دغو استادانو د انجينرۍ، زراعت، حقوق، اقتصاد او ادبياتو په برخه کې زده کړې بشپړې کړې.

مياخېل وويل چې ټولنه علمي کدرونو ته اړتيا لري او دوی ددې اړتيا د پوره کولو په هڅه کې دي ترڅو په راتلونکې کې هم دې لړۍ ته دوام ورکړو او ټولنې ته د علمي کدر شخصيتونه وړاندې کړو.

د يادونې وړ ده چې ننګرهار پوهنتون د هیواد په لومړنيو او لويو پوهنتونو کې دی او اوسمهال په بيلابيلو پوهنځيو کې شاوخوا ۱۵ زره محصلين د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي چې د ۵۰۰ تنه استادانو له خوا زده کړې ورکول کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close