حنيف اتمر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ټيم جوړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ټاکنیز ټيم ‏جوړ کړی او خپل درې مرستيالان يې ټاکلي دي.‏
حنيف اتمر ته نږدې سرچينو ويلي، چې نوموړی د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کاندید دی، لومړی مرستيال يې د ولسي جرګې پخوانی رييس ‏او د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشر غړی يونس قانوني، د ګډ حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق يې دوهم مرستيال دی ‏او د ترکتبارانو د رايو ترلاسه کولو لپاره‎ ‎به يې محمد عالم ساعي درېيم مرستيال وي.‏
ويل کيږي، چې حنيف اتمر د درېيم مرستيال په اړه د کابل پوهنتون له استاد نصرالله ستانکزي سره حقوقي مشورې پيل کړي دي.‏
د سرچينې په وينا د ملي امنيت پخواني سلاکار د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره هم ليدلي دي.‏
حنيف اتمر د ګډ حکومت مغز متفکر بلل کېده، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د ارګ سرچينو ويل، چې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني ‏سره يې اختلافات زيات شوي او بالاخره يې په خپلې استعفا کې ليکلي و، چې د ګډ حکومت له مشرتابه سره يې نه حل کېدونکي اختلافات ‏وو او له همدې امله استعفا ورکوي.‏
حنيف اتمر د ګډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار دندې د ترلاسه کولو په سبا له امریکا سره د اشرف غني په مشرۍ امنيتي تړون لاسليک ‏کړ او د امریکا باوري سړی بلل کيږي.‏
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

په كوم شركت كي چي أتمر كار كوي هغه شركت رءيس، معاونين أو نور مامورين لري. رءيس(أمريكا)، معاونين (انگريز، جرمني…) أو نور بهرني مأمورين.
أتمر أو دا نور بيچارگان يي كارگران دي نو هغه.سه چي رءيس أو معاونين يي فيصله وكي كارگر مكلفه دى چي اجرا يي كي دوي داسي دي لكه د شطرنج مهري هري لوري ته يي چي كيدي هملته به وي.
خو اوس رئيس أو معاونين پخپله كشت او مات دي

پامیر
میلمه
پامیر

حنیف اتمر پخواني خادیست د زرګونو افغانانو په وږلو تورن دي. دي د امریکایي اشغال په موده کي د امریکائیانو او انګریزانو جنګي ماشین ته د لارې نقشه تنظیمول چه په ترڅ کې یې په لسهاوو زره افغانان وږلې. تر هغه وخته پورې چه د حنیف اتمر، دوستم او محقق غوندې جنایتکارانو سره تصفیه حساب ونشي، په وطن کې سوله نه راځي.

جانان
میلمه
جانان

پدر اتمر روسي و مادرش انگليسي ميباشد لذا هر كسي كه به وي رأي بدهد مثل اتمر #### خواهد بود.

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

اتمر صاحب د افغانستان تبعه دی.او افغانستان کی اوسیږی،نوموړی حق لری چه ځان کاندید کړی،زه خپله رایه اتمر صاحب ته ورکوم په دا شرط چه سوله او څو کالی افغانستان کی راوالی،

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

زه دلته ډیر داسی کسان وینم چه غرب کی اوسیږی.د همدی طالیبانو غیبت یی غربی هیوادونه کی کړی،او غرب هم پناهنده ګی و رکړی.اوس د طالیبانو په طرفداری تبصری لیکی.د روځی له خوا د غربیانو شارووالی مخته په قطار کی ولاړ د سوسیال فارمونه یی په لاس کی نیولی خیرات غواړی،د شپی له خوا ستړی ستومان انترنیت ته کینی ،د افغانانو په منځ کی کرکه کینه ته لمن وهی لیکنی کوی، د ټوله نه مهمه دا چه دسوسییال مامورین بعضی ډیر بد اخلاقه دی نو مهاجرو ته ډیر بی کاره لغاتونه استعمال کوی.خو مهاجر مامور ته په ځواب کی هیڅ… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

په اشغال شوی هیواد او ناوړی ، فاسدی او چټلی غلامی اداره کی باید د کرزی، غنی، ستانکزی ، اتمر ، ګلبدین ، ربانی سیاف مجددی او داسی نورو په شان چتل ، منحوسی او ځنځیی غلامان شتون ولری

سلام
میلمه
سلام

خراباتی وروره سلامونه! شرق او غرب ته اکثریت افغانان د شرق او غرب د اشغلګرو له وحشت او بیکاریو مجبوره شوی د نړی په ټولو یا اکثرو هیوادو کی میشت شوی ډير یی د بخور بمیر په کچه ژوند لری ، د شوروی اتحاد له ماتی وروسته لویدیز له روسی څخه کمونستان په کرایه رانیول، لویدیز کی یی د ډیرو مالی پیزونو لاندی په ناز او نعمت کی لوی کړل ډير یی هر چیری لویی لوی بنګلی او بزنسونه لری او په دوهم اشغال کی یی په مرمی ضد ګاړو کی میکپ شوی له ځآنه راوستل او زمونږ په مظلوم… نور لوستل »