افغانستان

رولاغني د سیګار راپور ته غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۵وږی ۱۳۹۷ل): امریکایی الاصله افغانۍ رولا غني چې د ګډ حکومت د مشر، محمداشرف غني میرمن ده؛ د سیګار د راپور له مخي د پروموټ په نوم پروژه کې په پراخ مالي اختلاس او درغلۍ تورنه شوي.

خو نوموړې که څه هم د سیګار د راپور جزیات مني، ولي پر دې د اختلاس لګیدلي تورونه یې ناسم ګڼلي. او ویلي یې دي چې دې ته د پروموټ پروژې په خاطر ورکول شوي پیسې بیرته بسپنه ورکوونکو هیوادونو پرخپلو مامورینو لګولي.

د امریکایی مرستو د څار ادارې (سیګار) په راپور کې راغلي چې نوموړې 280 ملیون ډالره ضایع کړي دي.

د یاد راپور له مخې، له 2014م کال نه تراوسه پورې د 57 زره ښځو د روزلو هوکړه شوې وه، خو په تېرو څلورو کلونو کې یوازې 55 ښځې روزل شوي او 280 میلیون ډالره لګښت ورباندي شوی.

که څه هم د دغې روزنې په اړه تراوسه کره معلومات نشته، چې رولا غني ښځې څنګه او د څه لپاره روزي او په راتلونکې کې به له دغو روزل شویو ښځو نه په کوم ځای کې کار اخیستلي کیږي، خو په دغه چاره کې د پراخ اداري فساد څخه پرده پورته شوې ده.
د ارګ دغي لومړۍ میرمني پرون ناوخته پخپله یوه خبرپاڼه کې د سیګار دغه راپور که څه هم تأیید کړ خو د درغلیو تور یې بیرته پر خپلو بهرنیو مرستندویانو ور واچاوه.
رولا غني وویل چې: د سیګار چارواکو ته یې له وړاندي نه دا څرګنده کړي وه چې مرسته کوونکي هیوادونه د بسپنو ٪70 سلنه پیسې بیرته پر خپلو مامورینو د معاش ورکولو په نامه مصرفوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x