ورزش

اسیا جام: د بنګلدیش پر وړاندې سریلنکایي توپوهونکو د ملینګا خوارۍ عبث کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام په افتتاحي سیالۍ کې چې د بنګلدیش او سرېلنکا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه د سریلنکا توپوهونکي د بنګلدیش توپ اچونکو پر وړاندې بې وسه وختل.

په دغه سیالۍ کې بنګلدیش لوبډلې له ستونزمن پېل وروسته په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، او د مشفیق الرحیم په زړه پورې سلیزې یې بنګلدیش لوبډله تر د ۲۶۱ منډو ورسوله.

لاست ملنګا چې له ډیرې مودې وروسته یو ځل بیا د سرېلنکا لوبډلې سره یو ځای شو په زړه پورې توپ اچونه وکړه، خو د سرېلنکا توپوهونکي د بنګلدیش توپ اچونکو پر وړاندې بې وسه څرګند شول او په ځواب کې يې یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او د ۱۳۲ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه.

بنګلدیش لوبډلې د یادې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ملنګا په لومړي دوه اورونو کې د بنګلدیش دوه مهم لوبغاړي وسوځول، او تمیم اقبال د ټپي کېدو له مله له توپوهنې کښیناست، داسې بریښېده چې بنګلدیش لوبډله به د ډیرو کمو منډو په جوړیدو وسوځیږي.

خو د مشفیق الرحیم او محمد میتون په زړه پورې ملګرتیا بنګلدیش لوبډلې ته نوې هیلې ورکړې او په ۵۰ اورونو کې يې د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه، مشفیق الرحیم ۱۴۴ او محمد میتون ۶۳ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې ملنګا په ۱۰ اورونو کې د ۲۳ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

د سرېلنکا لوبډلې په لومړي سر کې درې مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو وروسته وروسته یې هم کوم لوبغاړی په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېد او ټوله لوبډله یې د ۱۲۴ منډو په جوړولو وسوځېده، ددوی لخوا زیاتې منډې دلریوان پریرا ۲۹ او اپول ترنګا ۲۷ جوړې کړې، مشرفي مرتضی، مستفیض الرحمن او مهدي حسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

یاده دې وي چې د سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو ځینې لوبغاړي په یاد جام کې د ټپي کېدو له امله بهر شول، سرېلنکا مهم لوبغاړی چندیمل او دانوشکا ګوناتلاکا، او بنګلدیش لوبډلې تمیم اقبال او شکیب الحسن که څه په تېره لوبه کې شامل وو خو د فیټنس ستونزې لري.

د اسیا جام سیالیو لړۍ په دویم ورځ (نن یکشنبه) پاکستان د هانګ کانګ پر وړاندې لوبیږي، او افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ (سبا دوشنبه) د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي، چې پر سرېلنکا لوبډلې به د ماتې فشار زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x