افغانستان

ضمير کابلوف: امریکا په افغانستان او سيمه کې له امنیت سره دلچسپي نلري

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۵وږی ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استاځي پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې امريکا له دې سره دلچسپې نلري چې د افغانستان په ګډون دې په سيمه کې امن او ثبات خوندي وي، د نوموړي په وینا، ځکه چې په جګړو کې امریکا خپلې ګټې لټوي.

کابلوف زیاتوي چې، امريکا د سولې پروسه انحصار کړی، د سيمې هېوادونو ته په افغانستان کې د سولې لپاره د هلو ځلو مخه نه ورکوي، او په خبره یې څومره کار چې د امریکا متحده ايالات په افغانستان کې د جګړې لپاره کوي دومره هڅې يې د سولې لپاره نه دي کړي.

د روسيې دغه استاځی وايي، دا چې طالبانو د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر لارو چارو له امريکا سره د خبرو لپاره تياری ښودلی، دا کومه تصادفي خبره نه ده او امريکا باید د طالبانو پر دغه وړانديز غور وکړي، ځکه په دې سره په افغانستان کې روانه جګړه پای موندلای شي.

باید وویل شي چې د رواني میلادي میاشتې پر شپږمه نیټه، روسیې د افغانستان د سولي په اړه په مسکو کې د یوې غونډې تابیا نیولي وه چې د طالبانو، امریکا او افغان حکومت استاځو ته پر بلنه برسیره یې د سیمې یو شمېر هیوادونه هم وربللي وو، خو امریکا یې بلنه رد کړه او ورپسي د کابل حکومت هم د واشنګټن په تعقیب له ګډونه انکار وکړ.
شنونکي فکر کوي چې د ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندوني هم ښایی همغه جریان ته اشاره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x