افغانستان

د امریکا سفیر هم مني؛ روانه جګړه نظامي حل نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي یوازې امریکا نه؛ بلکې ټول پر دې باوري شوي، چې د دوی پیل کړې جګړه په جګړه نه شي ختمېدلی.

که څه هم د امریکا د نوې ستراتېژي ډېر تمرکز پر هوايي بریدونو دی، خو جان باس په تازه مرکه کې ویلي، امریکا پر نظامي تګلارې ټینګار نه لري او باوري ده، چې دا جګړه باید سیاسي حل شي.

د امریکا سفیر پخپلو خبرو کې د سیمې پر هېوادونو هم غږ وکړ، چې د افغان سولې لپاره مرسته وکړي.

جان باس وویل د امریکا حکومت کې هيڅوک هم؛ دا باور نه لري چې روانه جګړه به پر جګړه ختمه کړای شي.

د امریکا سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو لړۍ هم روانه ده.

امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې تر اوسه يې د جګړې د پر مخ وړلو لپاره نهه بېلابېلا قومندانان ټاکلي دي.

څو ورځې وړاندې سکاټ مېلر، چې په ځانګړو ځواکونو کې يې په افغانستان کې پر شپنیو چاپو او جګړو کې برخه اخیستې وه، د بهرنیانو عمومي قومندان وټاکل شو.

هغه ومنله، چې امریکا اوولس کاله وروسته هم د بریا غږ نه شي کولی، د ده په وینا دی به تر هغو د وضعیت سمېدو غږ ونه کړي، تر څو رښتیا هم وضعیت بدلون نه وي کړی.

د شنونکو په باور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په افغانستان کې د زلمي خلیلزاد د استازي په توګه د ټاکلو یو علت دا دی، چې هغه به دلته د سولې ماموریت پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابومحمد

چی افغانستان مو ورانکړ خلک مو ووږل او دنیا کی مو داسلام او مسلمان په ضد بی رحمانه کړنی تر سره کړی نو تاسو به دنیا او اخرت کی ځواب ورکړی انشا الله له افغانستان به داسی سفک ووځی لکه انګریزان او روسان او بیا به مو هلته هم خیر نه وی ځکه مجاهدینو ستا سو غیرت اوله مرداری ډک فیمفرسونه ولیدل الله ج دخیر وکړی چی ټول افغانان دی معاف کړی خو ابو محمد به درسره حساب کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x