د عاشوراء روژه – لطف الله خيرخوا

عاشوراء د محرم الحرام مياشتې لسمه نېټه ده. د رمضان له فرضيته مخکې د محرم د لسمې روژه فرض وه. قريشو هم نيوله او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم. کله چې رمضان روژه فرض شوه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: “إني كنت أمرت بصيام يوم عاشوراء فمن شاء صام ومن شاء ترك” متفق عليه

فرمايي ما د عاشوراء روژې نيولو امر کولو، خو اوس چې د چا خوښه وي، ودې نيسي او چې د چا خوښه وي، د عاشوراء روژه دې پرېږدي.

له دې حديثه خو د عاشوراء د روژې فرضيت ساقط دی، مګر اهميت او فضيلت يې اوس هم شته. په متفق عليه روايت کې ابن عباس رضی الله عنهما فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی، ګوري چې يهودان عاشوراء روژه نيسي.

پوښتنه يې ترې وکړه چې دا روژه ولې نيسئ؟ هغوی وويل پر دې ورځ الله جل جلاله موسی عليه السلام او بني اسراييل پر فرعون غالب کړي ول، موږ د دې ورځې تعظيم کوو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: موږ موسی عليه السلام ته تر تاسې ډېر نږدې يو، نو د عاشوراء روژې نيولو امر يې وکړ.

د دې لپاره چې د مسلمانانو او يهودو عمل سره توپير پيدا کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته وايي: “لئن بقيت إلى قابل لأصومن التاسع” رواه مسلم

معنی که راروان کال ته ژوندی وم، نو نهم محرم(تاسوعاء) به هم نيسم. امام نووي رحمه الله په “نزهة المتقين” کې د دې روايت په تشريح کې ليکي:

مستحبه دا ده چې د محرم نهمه او لسمه روژه ونيول شي. د امام نووي پر نظر حکمت يې دا دی، چې د مسلمانانو روژه له يهودو سره توپير ولري، ځکه يهودو به يوازې لسمه ورځ روژه نيوله.
د دې روژې د ثواب په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “يكفر السنة الماضية” رواه مسلم. د تېر کال ګناهونه رژوي.

امام ابن حجر په “مختصر الترغيب والترهيب” کې د ابن ماجه له روايته وايي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: “صيام يوم عاشوراء، إني أحتسب على الله أن يكفر السنة التي بعدها”. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي زه دا هيله لرم چې د عاشوراء روژه به د وروستي کال ګناهونه رژوي.

له دې دواړو حديثونو څخه د عاشوراء د روژې فضيلت ان تر عرفې روژې رسېدونکی بريښي. ډېره ستره اجوره ده، نو په دې فتنه ګره زمانه کې بايد غنيمت وګڼل شي.

د عاشوراء ورځې ځانګړی عمل

امام ابن حجر رحمه الله په “مختصر الترغيب والترهيب” کې د امام بیهقي پر حواله حديث راوړی. ابوهریرة رضی الله عنه روايت کوي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ” من أوسع على عياله وأهله يوم عاشوراء، أوسع الله عليه سائر سنة”. رواه البيهقي وغيره

معنی چا چې عاشوراء ورځ کې پر خپل اهل وعيال پراخه خرڅه وکړه، الله تعالی به پرې ټول کال پراخي راولي.

د دې حديث په اړه امام ابن حجر د امام منذري رحمهما الله قول راوړی، چې دا روايت که څه هم ضعيف دی، مګر له نورو لارو هم روايت شوی او ټول روايتونه، چې سره يو ځای شي، حديث د قوت تر بریده رسيږي.

امام ابو اللیث سمرقندي رحمه الله د دې حديث له ذکر کولو وروسته د امام سفيان ثوري رحمه الله وينا ليکلې، وايي: “جربناه، فوجدناه کذلک”. معنی موږ دا تجربه کړې، همداسې ده چې الله تعالی به پرې ټول کال پراخي راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د