تاسو به هلته کامیاب یاست، کله چي زموږ معنويات مات کړئ / عمر مختار

لیکنه : مفتي احسان الله

عمر مختار د لیبیا اوسېدونکی و ، په (۱۸۶۲-۱۹۳۱) کي يي دنیا ته سترګي غړولي وې ، کله چي اټالیا پر لیبیا په ۱۹۳۱ کې یرغل وکړ ، د ده عمر ۵۳ کاله و ، پوره شل کاله يي په ډیر ضعیف العمري او د مرض په حال کې د خپل وطن او ازادي لپاره د اټالویانو سره سخته مقابله وکړه ، تاریخ پوهان لیکي : چي په زر غزاګانو کي يي شرکت کړی و .

کله چې د اټالویانو له خوا په زخمي حالت کې ګرفتار سو ، په پانسۍ محکوم او د ۷۳ کاله په عمر د 1931 د سپتمبر د میاشت پر 16 مه شهید کړل سو . انا لله وانا الیه راجعون .

عمر مختار د وخت ډیر مشهور او ستر مجاهد و ، دصحرا په زمري ، شیخ المجاهدین او شیخ الشهدا سره مشهور دی ، د ده تر سرپرستي لاندي یو لوی د ازادي تحریک د اشغالګرو په وړاندي مسلح مبارزه کوله .

د عمر مختار تر قیادت لاندي د تحریک د کمزوکولو لپاره اټالويانو داسي پالیسي جوړه کړه ، چې سړي ، ښځي او آن ماشومان يې هم په بنديخانو کې بند کړل ، دا هر څه د دې لپاره ول ، چې د ازادي تحریک مخ په وړاندي ولاړ نه شي ، او د عذاب او بيري له امله نور خلک زړه ورته ښه نه کړي ، په دغو بندیخانو کې یو لک او پنځویشت زره خلک بندیان کړل ، په دې بندیخانو کې دوې برخي په شهادت ورسېدل ، خو بیا هم د عمر مختار تر سرپرستي لاندي د ازادي تحریک مخ په وړاندي روان و .

ازادي هغه ستر نعمت دی ، چې انسانان ځانونه څه ، چې آن نسلونه ورته نذرانه کوي ، نو که په اوسني وخت کې په افغانستان کې د عمر مختار په پل قدم کښېښودل شي ، او د ازادي لپاره همداسي قرباني ورکړله شي ، رسوا او ناکام دشمن به مو لا له وړاندي سرټيټی شوی وای .

عمر مختار په محکمه کې وقاضي ته ویل : چې موږ هیڅ کله هم نه تسلیمیږو، یا به مو کامیابي په برخه وي، او یا به وژل کیږو.

او تاسو به هلته کامیاب یاست ،کله چي زموږ معنويات مات کړئ .

موږ ازادي غوښتونکو ډیر له وړاندي لا دا قسم کړی دی : چي موږ به یو په بل پسي مړه کیږو، خو نه به تسلیمږو او نه به سلاح په زمکه ږدو.

تبصرې (1)

  • مفتی صاحب !
    هو مونږ سره د دی چه د عمر مختار مجاهد په اړه له اسلامی کتابو ډیر څه نه دی تر لاسه کړی مګر د هغه جهادی فلم مو په انګلیسی ژبه ځو ځلی کتلی او هر ځل چه مو کتلی تر مخکی یی لا خوند زیات وو او د اسلامی امت او په ځانګړی دول د عربو او لیبیا د خلکو د پاره د عبرت زده کړی او ویاړنی دی ،مګر د اسلامی امارت مجاهدینو او مشرتابه یی د هغه ریکارد مات څه چه د صدر اسلام د صحبه کرامو تاریخ یی یو ځل بیا رانوی کړو .
    مجاهد مجاهد دی هر چیری چه وی زمونږ د اسلامی بدن یوه برخه ده زمونږ هیواد د کلیمی طیبی په بنیاد دی
    مفتی صاحب په دغه پورتنو اعدادو کی تاسی لیکلی چه د ( ۱۸۶۲ - ۱۹۳۱ ) یعنی ۶۹ کاله عمر یی درلود یعنی په ۱۹۳۱ کال اخره کی په شهادت ورسید بیا وروسته لیکی چه په ۱۹۳۱ کال کی چه ایتالویانو برید وکړو هغه ۵۱ کلن وو او بیا وروسته لیکل شوی چه هغه په ۷۳ کلني کی په شهادت ورسید یوله بله سره سر نه خوری که په اړه یی رڼا واچوی او لا یی تصحیح کړی مننه