fbpx

پر افغانستان تر یرغل وروسته صلیبي فکري جنګ او ځیني بېلګي (دوهمه برخه)

نعمت الله سابق

د محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) سپکاوی:
د کله څخه چي الله تعالی خپل وروستنی پیغمبر او سید الأنبیاء محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مشرکانو په یوه داسي ټولنه کښي د ټولي نړۍ د انسانانو لپاره د پیغمبر په صفت مبعوث کړ چي په شرک، ظلم، خپلمنځي دښمنیو او جهل کښي اوج ته رسېدلي وه، نه یې خپل رب منی او نه یې کوم اسماني کتاب ته اعتقاد درلود بلکه څه چي خپلو نفسونو ورته ویل هغه یې ترسره کول، د همغه ورځي څخه د باطلو ادیانو پیروانو او د طاغوت لښکریانو د خاتم الأنبیاء محمد (صلی الله علیه وسلم) سپکاوی پيل کړ او تر نن ورځي پوري دوام لري.

دا چي محمد (صلی الله علیه وسلم) یوازي د یوه قوم لپاره پیغمبر نه و بلکه دده مبارک په راتګ سره ټول اسماني کتابونه هم منسوخ سول نو یهودي شیطانانو او صلیبي مکارانو هم په ګډه د رسول الله توهین او سپکاوي ته لستوڼي راونغښتل او خپله دښمني یې په ښکاره پيل کړه.

په لومړي ځل ابوجهل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا و د سجدې په حال کښي دده مبارک پر اوږو، ملا او سر مبارک باندي د ګندګیو څخه ډک لری (لری او کولمې) کښېښود، حضرت فاطمې رضی الله عنها ورته ولاړه وه په ډیره بې وسۍ یې یوې او بلي خوا ته کتل چي یوڅوک به یې مرسته وکړي او دغه ګندګي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لیري کړي خو داسي څوک پیدا نه سو چي ددې مرسته وکړي او بالاخره یې خپله دغه قاذورات لیري کړل.

د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته د صلیبیانو له پلوه د خپلي دښمنۍ د اظهار او ناوړه کفري اعمالو ترسره کولو لپاره د مبارک او سپېڅلي معصوم جسد د ایستلو او لېږدولو پنځه ځله ناکامه هڅي ترسره سوي دي، لومړۍ ځل ابوالفتوح المصري په پنځمه هجري پېړۍ کښي د جسد مطهره د لېږدولو ناکامه هڅه وکړه، دوهم ځل بیا ځیني مصري ګمراهانو هڅه وکړه چي نبوي مطهره جسد ولېږدوي خو الله تعالی رسوا کړل او ټول ووژل سول.

دریم ځل ځیني صلیبي حکمرانانو چي د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم سرسخته دښمنان دي په ۵۵۷ هـ کښي دوه تنه د مطهره جسد د ایستلو لپاره مدینې منورې ته واستول، کله چي هغوی نغم حجرې ته نژدې کړ سلطان نورالدین زنګي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب ولیدی او د صلیبیانو ددغه ناوړه دسیسې څخه یې خبر کړ، زنګي مدینې ته ولاړی او دغه دوه کسان یې ونیول او دواړه یې ووژل، وروسته یې تر حجرې شاوخوا په مځکه کي دننه د صرفو دیوال راتاو کړ.

څلورم ځل په ۵۷۸ هـ کښي د رومیانو یوه ټولۍ چي شامي الاصله (سوریې) صلیبیان وه سور سمندرګي ته ورسېدل او هلته یې ځیني مسلمانان په قتل ورسول، غوښتل یې چي مدینې منورې ته ولاړسي او مطهره جسد ولېږدوي خو کله چي مدینې منورې ته نژدې سول د مصریانو یو قوم ورباندي پېښ سو او هغوی وپېژندل، برید یې باندي وکړ ځیني یې ووژل او پاته یې ژوندي ونیول.

پنځم ځل د اوومي هجري پېړۍ په نیمايي کښي د شام (سوریې) د حلب ولایت څخه ۴۰ کسیزه ټولۍ د مدینې منورې پر لور روانه سوه، هغوی د مدینې امیر ته ډیر مالونه ورکړل ترڅو هغوی حجرې ته پریږدي، دوی غوښتل د حضرت ابوبکرصدیق او حضرت عمر بن خطاب (رضی الله عنهما) جسدونه راوباسي او د ځان سره یې یوسي، کله چي هغوی حجرې ته داخل سول نو مځکي تېر کړل او بیا تر نن ورځي پوري چا نه دي لیدلي.

د ۲۰۰۱م کال څخه وروسته د سپکاوي ځیني مهمي بېلګي:

۱: پر افغانستان د امریکا د نظامي یرغل را په دې خوا څو ځله د افغانستان په پلازمېنه کابل کښي د امام الانبیاء محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم خیالي تصویرونه د نامعلومو کافرانو او زندیقانو له پلوه خپاره سوي او پر دیوالونو مښلول سوي دي، د نبوت د عظیم مقام د ګستاخانه او ارتدادي سپکاوي په غندنه کښي نه پخواني رئیس حامد کرزي او نه هم اوسني رئیس اشرف غني کوم فرمان صادر کړی او نه یې کوم غبرګون ښودلی دی بلکه دغه موضوع د ولس څخه پټه ساتي ترڅو د ولس احساسات تر کنترول بهر نه سي او ددوی صدارت ته کوم خطر متوجه نه سي.

۲: په ۲۰۰۵م کال کښي د ډنمارک هیواد یو شیطان صفته یهودي ژورنالست په خپلي ورځپاڼي کي د خاتم الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم خورا ناوړه کاریکاتورونه خپاره کړل، پېښه داسي وه چي یو صلیبي مستشرق کېري بلجن یو د زهرو ډک کتاب جوړ کړ او پر دغه کتاب یې د (قرآن او د محمد ژوند) نوم کښېښودی، کله چي نوموړي صلیبي مصنف خپل دغه اسلام دښمنه تصنیف بشپړ کړ غوښتل یې چي د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم څو خیالي تصویرونه او مضحکه خېز کارټونونه په کوم آرټیسټ باندي رسم کړي او پخپل کتاب کښي یې چاپ کړي.

د Jyllands Posten ډنمارکۍ ورځپاڼي مشر Carsten Juste د خپلي ورځپاڼي کاریکاتور جوړونکي ته امر وکړ چي د مسلمانانو د لارښود محمد صلی الله علیه وسلم په نوم کارټونونه جوړ او رسم کړي، کاریکاتور جوړونکي همداسي وکړل او د بشریت د محبوب هادي محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په نوم یې څلویښت کاریکاتورونه رسم کړل او د جیلینډ پوسټن بدبخت مدیر کرسټن جوسټ په خپل اخبار کښي د ۲۰۰۵م کال د ستمبر پر دېرشمه د جمعې مبارکي په ورځ د رسم کړای سوو څلوېښتو کاریکاتورونو څخه دوولس دانې منتخب، چاپ او خپاره کړل.

د کاریکاتورونو د خپریدو سره سم په ډنمارک او نوره نړۍ کښي د عامو مسلمانانو غصه راوپاریدله او په مظاهرو یې لاس پوري کړ، د ډنمارک مسلمانانو وغوښتل چي ددغه ورځپاڼي دفتر ته ځانونه ورسوي خو پولیسو یې مخنیوی وکړ او شیطان صفته کرسټن جوسټ د پولیسو په ساتنه کښي د دفتر څخه وتښتیدی، په دې اړه د مسلمانو حکمرانانو او په ځانګړې توګه د O.I.C کانفرانس غړو غبرګون سوړ و نو ځکه دغه شیطان صفته د طاغت لښکریان پردې باعث سول چي په اینده کښي نور توهینوونکي کارټونونه چاپ او خپاره کړي.

۳: د ۲۰۰۶م کال د جنوري میاشتي پر دوولسمه نېټه د ناروې د Magazinet مېګزېنټ نومي جریدې همهاغه دوولس واړه کارټونونه خپاره کړل چي د ډینمارک جېلنډز پوسټن خپاره کړي وه او د ناروې یوې بلي ورځپاڼي راګ بلاډیټ دغه کارټونونه پر انټرنیټ خپاره کړل، د مفسدینو او ملعونینو ددغه اقدام په وجه د هغه هیواد مسلمانانو هم په لاریونونو لاس پوري کړ او د ناروې پولیسو د مېګزېنټ مجلې او راګ بلاډیټ اخبار د دفترونو د حفاظت لپاره عسکر مؤظف کړل.

په ډنمارک او ناروې کښي کاریکاتورونه نړیوالو خپروونکو ادارو او استعماري رسنیو په دې اراده خپاره کړل چي ددوی د اټکل سره سم ګوندي مسلمانه نړۍ نوره هم بدنامه کړي. د افغانستان، عراق، شام او پاکستان څخه وروسته د اسلامي نړۍ پر نورو هیوادونو هم د ترورېزم تور ولګوي، مګر کله چي په بي بي سي، سي این این، ای بي سي، واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز کښي دغه خبر خپور کړای سوټولي اسلامي نړۍ د ډنمارک ددغه ناولي اقدام څخه خبره سوه او د اروپا او امریکا پر خلاف نړیوال غبرګون او احتجاج پیل سو، ان تردې چي د امریکا په نیویارک، د بریطانیا په لندن او د فرانسې په پاریس کښي هم مسلمانانو د غوسې څخه ډکي مظاهرې پيل کړې او د ډنمارک د جېلنډز پوسټن د ناولي مردودانه عمل یې وغندی او مرتکبینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

۴: د فرانسوۍ Charlie Hebdo چارلي ایبډو له پلوه په مکرره توګه د کاریکاتورونو خپرېدل:

۲۰۰۶ م کال: په لومړي ځل د فرانسې مشهوري چارلي ایبډو اونیزي مجلې د ۲۰۰۶ م کال د فبروري میاشتي پر شپږمه نېټه د جېلینډز پوسټن ورځپاڼي د خاتم الانبیاء محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هغه ۱۲ کاریکاتورونه خپاره کړل چي دغه ډنمارکۍ ورځپاڼي په ۲۰۰۵م کال کښي خپاره کړي وه، چارلي ایبډو ددغه کاریکاتورونو ترڅنګ درې نور نوي کاریکاتورونه هم خپاره کړل چي په نړۍ کي یې د مسلمانانو سخته غسه راوپاروله او په فرانسه کي د اسلامي تنظیمونو اتحادیې (UOIF) دغه قضیه محاکمې ته وړاندي کړه خو هغوی د بیان د ازادۍ په پلمه دغه قضیه خارج کړه او د چارلي ایبډو په وړاندي یې هیڅ د پام وړ ګام پورته نه کړ.

په نوو نشر سوو درو کارټونونو کښي دغه شیطان صفته صلیبیانو د رسول الله یو داسي خیالي تصویر جوړ کړی و چي لنګوټه یې بم وه او نړۍ ته یې نعوذبالله محمد صلی الله علیه وسلم تروریست ښودلی و، د فرانسې په شمول په ټوله نړۍ کښي ددغه ناوړه عمل د غندلو لپاره مظاهرې او لاریونونه ترسره سول او دایې پر ۱.۶ ملیارډ مسلمانانو باندي مستقیم برید وباله.

۲۰۱۱م کال: د ۲۰۱۱م کال په نومبر میاشت کښي یوځل بیا د چارلي ایبډو ورځپاڼي پر لومړي مخ باندي ګستاخانه کاریکاتور خپور سو، دغه کاریکاتور رینالډ لوزېیر جوړ کړی و او پر انټرنیټ هم نشر سو، د کاریکاتور د خپریدو سره سم په پاریس کښي د ورځپاڼي پر دفتر بمي برید او ډزي وسوې او همدارنګه پر انټرنیټ مسلمانو هیکرانو ددغه ورځپاڼي ویب پاڼه هیک (بنده) کړه.

۵: د ۲۰۱۲م کال په جولای میاشت کښي د صلیبیانو یوې فلمي ټولني Christ چي شیطان صفته نېکولا بېسلي یې مشري کول، د Innocence of Muslims (د مسلمانانو معصومیت) په نوم د یو مختصر ګستاخانه فلم دوې ټوټې Youtube یوټیوب ته پورته کړې، د فلم د نشریدو وړاندي په کلیفورنیا ایالت کښي ددغه فلم پوسټرونه هم د هالیووډ فلمي کمپنۍ له پلوه چاپ او په ځینو ځایونو کښي نشر سول.

نېکولا بېسلي یو مصري الاصله قبطي صلیبی دی چي اوس د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت مرکز لاس انجلس ښار ته نژدې اوسیږي، بېسلي په مصر کښي د خپلي کورنۍ څخه د پنځوس زره څخه تر شپېته زره ډالرو پوري رقم ددې لپاره اخیستی و چي تجارت به ورباندي کوي خو وروسته یې په دغه پیسو د اسلام سره د عداوت او دښمنۍ څرګندولو لپاره توهینوونکی او د سپکاوي څخه ډک فلم جوړ کړ.

د Christ فلمي ټولني غړي وایي چي لومړۍ موږ غوښتل د عربو په اړه یو مستند فلم Desert Warriors د صحرا توریالیانو په نوم جوړ کړو، دغه فلم د ۲۰۱۱م کال په اګست میاشت کي پيل سو، په ۲۰۱۲م کال کي نېکولا بېسلي زموږ د اجازې پرته دغه فلم ته ګستاخانه صحنې ور زیاتي کړې او په جلا نوم یې خپور کړ.

د مسلمانانو معصومیت په نوم ګستاخانه فلم د خپرېدو سره سم په ټوله اسلامي نړۍ، بریطانیا، فرانسه، هالینډ او اسټرالیا کښي مظاهرې پیل سوې، د مظاهرو په لړۍ کښي قهرجنو مظاهره چیانو د سپټمبر میاشتي پر ۱۱ نېټه ماښام مهال ۹.۴۰ بجې د لېبیا هیواد په بنغازي ښار کښي پر امریکایي حکومتي ودانیو چپاو ور وړ، د لېبیا لپاره د امریکا سفیر «جان کریسټوفر سټیوېنز» د یو بل امریکایي ډپلوماټ سره یوځای ووژل سول، د ۱۹۷۹م کال راهیسي دا د امریکا لومړۍ سفیر دی چي د ندي پر مهال وژل کیږي.

د سپټمبر میاشتي پر ۱۲ نېټه په سبا ورځ باندي سهار مهال شاوخوا څلور بجې د سې ای اې CIA مرکز په توغندیو وویشتل سو، د سې ای اې دوه قراردادیان په دغه برید کښي ووژل سول او ۱۰ نور ټپيان سول، په دواړو بریدونو کي د انصارالشریعه ګروپ چي د القاعده تنظیم سره اړیکي لري ښکیل و او دغه بریدونه یې په ډیر مهارت سره ترسره کړل.

۶: د ۲۰۱۲م کال په سپټمبر میاشت کښي د بنغازي تر بریدونو وروسته یوځل بیا فرانسوۍ چارلي ایبډو ورځپاڼي د خاتم الانبیاء محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ګستاخانه کاریکاتورونه خپاره کړل، صلیبي شیطانانو غوښتل چي په دې ناوړه کړنه سره د طاغوت د لښکر د هغه صلیبیانو غچ واخلي چي اصلاً دغه اسلام دښمنه ټولي کړني د همدوی له پلوه ترتیبیږي او بیا د نړۍ په بیلابېلو هیوادونو کي ددوی په مرسته د بیلابېلو ټولونو له پلوه سرته رسیږي.

دا ځل ډېر ناوړه کارټونونه خپاره سول چي ځیني یې بربنډ رسم سوي وه، د فرانسې حکومت چي د Innocence of Muslims فلم په وړاندي یې د مسلمانانو توغند غبرګونونه ولیدل او یوه امریکایي سفیر هم سر پکښي وخوړی نو ځکه دوی ډیر وبیرېدل او چارلي ایبډو د دفتر په شمول یې په ټولو اسلامي هیوادونو کښي د خپلو سفارتونو سخت امنیت ونیوی ترڅو د مظاهرو له امله ورته زیان ونه رسیږي.

د ۲۰۱۵ م کال د جنوري میاشتي پر اوومه نېټه د القاعده تنظیم اړوند د یمن څانګي دوه تنه په وسلو سمبالو ځوانانو چي د الله اکبر او د پیغمبر انتقام واخیستل سو نارې یي وهلي دفرانسې هیواد په پلازمېنه پاریس کښي د Charlie Hebdo په مرکزي دفتر ورننوتل او ډزي یې پيل کړې، د ورځپاڼي ۱۲ شیطان صفته کارکوونکي او د اسلام ستر دښمنان یې په خپله سزا ورسول او ۱۱ یې ټپيان کړل.

په وژل سوو دوولسو کسانو کښي پنځه تنه کاریکاتور جوړوونکي وه، یو اقتصاد پوه، دوه د ورځپاڼي چلوونکي، یو مېلمه، یو د مراقبت غړی او دوه ساتونکي وه، په ټپیانو کي د څلورو تنو زخمونه ژور ښودل سوي وه.

پر چارلي ایبډو بریدکوونکي (سعید کواشي او شریف کواشي) دوه الجزائر الاصله وروڼه وه چي په پاریس ښار کي زیږیدلي وه، شریف ۳۲ کلن او سعید ۳۴ کلن و چي د خپل سپېڅلي رسول او خاتم الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم د توهین او سپکاوي انتقام یې د نړیوالو صلیبي او یهودي شیطانانو څخه واخیستی او دواړو د ۲۰۰۵م کال د جنوي میاشتي پر ۹ نېټه د شهادت جام نوش کړ.

د کلمې طیبې سپکاوی:

د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر میاشتي پر شپږمه نېټه د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کښي امریکایي صلیبیانو داسي پاڼي د الوتکو څخه راوغورځولې چي د مسلمانانو تر ټولو مقدسي کلمې (کلمه طیبه) ته یې سخت سپکاوی کړی و.

په یادو پاڼو کي چي په غیر معیاري پښتو ژبه څو ناسمي جملې لیکل سوي وې د زمري او سپي انځورونه ښکاريدل چي د سپي پر تصویر د توحید مبارکه کلمه ليكل سوې وه، د امریکایانو دا وحشیانه او د ټولو اخلاقي معیارونو منافي اقدام د طالبانو خلاف نه ؛ بلکه د ټول عالم اسلام په تیره د هغه مسلمان افغان ولس د عقیدې خلاف وحشیانه تيری و چي دغه مقدسه کلمه د اسلام د پنځو اساسي ارکانو د جملې څخه لومړی اساسي رکن بولي او د ژوند په هره شیبه کي یې د هغې مبارک ورد پر خوله جاري وي.

د طاغوت لښکر امریکایي صلیبیانو که څه هم کولای سوای چي په دې تبلیغاتي پاڼو کښي یې د کلمې پر ځای د کوم طالب انځور ترسیم کړی وای چي د مفهوم له لحاظه ښايي تر کلمې د طالب تصویر د دوی پیغام هم په ښه توګه رسولی وای خو امریکایانو په شعوري او قصدي توګه ځکه د طالب د تصویر پر ځای د توحید کلیمه لیکلې تر څو په ښکاره توګه د اسلامي نړۍ د یونیم ملیارد مسلمانانو د عقیدې سپکاوی وکړي او د اسلام د حق دین سره خپله دښمني څرګنده کړي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د