اسیا جام: افغانستان به سبا د سرېلنکا پر وړاندې بخت ازمایي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په څوارلسم پړاو سیالیو کې افغانستان لوبډله د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې سبا دوشنبه په ابوظهبي لوبغالي کې بخت ازمایي.

افغانستان لوبډلې سره د سرېلنکا پر وړاندې د بریا چانسونه ډیر دي، خو که دوی د توپوهنې په برخه کې غوره والی راوست.

یوې خواته د سرېلنکا لوبډلې د توپوهونکو بحران، او له بل اړخه د افغانستان توپ اچونکي چې د دواړو ترمنځ به سیالۍ په زړه پورې کړي.

د افغانستان لوبډلې مشر اصغر ستانکزی باوري دی چې دوی به په سرېلنکا لوبډلې د شته فشار او د تکړه لوبغاړو د نه شتون څخه ګټه پورته کوي او په یاده سیالۍ کې به ماتې ورکوي.

اصغر افغان زیاتوي چې دوی یوازې په اسیا جام سیالیو کې ګډون لپاره نه دي راغلي بلکې د لوبو ګټلو لپاره راغلي دي.

د سرېلنکا لوبډلې تېره ورځ د بنګلدیش پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه چې حیرانونکې ماتې یې وخوړه، لومړی خو یې د توپ اچونې په برخه کې له ملینګا پرته د پام وړ کارکردګي ونکړه او بیا یې په توپوهنه کې هم سرېلنکایي مینوال بیزاره کړل او د ۱۳۲ منډو په توپیر یې سیالۍ وبایلله.

د افغانستان لوبډله په یو ورځنیو سیالیو کې د سرېلنکا پر وړاندې تېر وار په ۲۰۱۵م نړیوال جام سیالیو کې مخامخ شوې وه چې سرېلنکا افغانستان ته له سختې لوبې وروسته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

تېر وار د سرېلنکا لوبډلې تکړه، نامتو او مشهور توپوهونکي (کمار سنګاکارا، مهیلا جیوردنا او تیلکرتنا دیلشان) درلودل، خو اوس د توپوهونکو له سخت بحران سره مخ دي، چې څه لوبغاړي یې د ټپې کېدو له امله بهر شوي او څه لوبغاړو استعفا وړاندې کړې.

افغانستان لوبډله که څه هم د توپوهنې په برخه کې ستونزې لري، خو د توپ اچونکو په برخه کې د راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن په شتون سرېلنکا لوبډلې ته ستونزې راولاړولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د