د پښتو کره کتنې اوسنی بهیر

شبير احمد سليمي 

زموږ د کره کتنو ستونزو دا ده، چې کره کتونکي مو هڅه کوي د کتابونو یا هم په هغه ټولو اثارو چې کره کتنه کوي نیمګرتیاوو ته پام وکړي؛ چې دا د کره کتنې لپاره کره کار نه دی او دا چاره کره کتنه له نه شتون سره مخ کوي. د پښتو ژبې په کره کتنو کې دا یوه جدي ستونزه ده، چې نن او سبا موږ ورسره مخ یو. خو په کومه کچه چې اوس په پښتو ژبه کې کره کتنه کېږي، په نشت حساب ده. ځکه د یوې ژبې د بډاینې لپاره کره کتنه دومره اړینه ده، لکه د ژبې د دوام لپاره ویونکي. خو بیا هم دا چې زموږ په کره کتنو کې ستونزو ډېرې دي، نو لیکوال مو کره کتونکي ته په ښه نظر نه ګوري نو همدا لامل دی، چې موږ په پښتو کې د کره کتنې له نه شتون سره مخ یو.

پښتو د ګوتو په شمېر کره کتونکي لري، د هغوی تولید هم ډېر کم دی؛ چې زموږ د ژبې د بډاینې سره په دومره کمه کچه کره کتنه مرسته نه شي کولی. په نوره نړۍ کې چې کتابونه له چاپه راووځي کره کتونکی یې له دوو، درېیو ورځو وروسته کره کتنه هم خپره کړي. دا چې زموږ د ټولنې خلک غریب دي، نو خپرندویې ټولنې هغه چا چې کتاب خپور کړئ وي هم کره کتونکي ته په ښه نظر نه ګوري او نه لیکوال غواړي چې په کتاب کې یې څوک خامۍ پیدا کړي. او دا فکر ورسره وي، چې بیا به نو کتاب څوک وانخلي.

ځکه زموږ د ټولنې ذهنیت داسې دی، هر څوک د شهرت تږي دي او د دې هڅه کوي چې په یوه خوا کې شهرت تر لاسه کړي. د شهرت تږې ټولنه کې بیا نیوکې ته په ښه نظر نه کتل کېږي. کله چې انتقادونه په ټولنه کې کم شي بیا نو ټولنه له داخل څخه وشړېږي او په فکري لحاظ هم ویجاړه شي. کره کتنه که په هره برخه کې وي، ټولنې او لیکوال راویښولی شي، خو کله چې ژبې او ټولنې د کره کتنې له نشتون سره مخ شي، بیا نو ټولنه ویده پاتې شي او د دې هڅه ورکه شي، چې معیار څه او اصل څه شی دی. هر څوک د خپل سر شي، داسې غیر ارادي خپلسري په علومو کې ستونزې رامنځته کوي. حتا که په کورنۍ کې خپلسري رامنځته شي د کورنۍ تنظیم له ویجاړېدو سره مخ شي. او بیا د هغې کورنۍ منسجمول ستونزمن کار کېږي.

یوازې دا ستونزه نه؛ چې دې کره کتنې نه شتون به د دې سبب شي، چې په اثارو کې به خلل رامنځته شي؛ دا یې هم یو لوی تاوان دی، چې بیا نو ټولنې ته بېلابېل افکار راننوځي او د دې افکارو د کنټرول لاره چې ورکه شي بیا دا هم د علم او ژبې د کم رنګه کېدو سبب کېږي. او په علومو کې ګډوډي د خلکو او د علم تر منځ فاصله ایجادوي چې د دې فاصلې له منځه وړل بیا ډېر کړاو ته اړتیا لري. د کره کتنې نه شتون په ټولنه کې همداشان ګڼې نورې ستونزې هم رامنځته کولی شي.

په پښتو ژبې د کره کتنې د نه شتون له امله موږ نن سبا د داسې اثارو د موجودیت شاهدان یو، چې د یو لیکوال خام مواد بل چا چاپ کړي وي او خپل نوم یې پرې لیکل وي. چې دا د علومو د له منځه تګ وروستی حد دی. او یوازې کره کتنه او یو لړ اصول کولی شي د دې چارو مخه ونیسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د