غزل/ راز خوږياڼی

راز خوږياڼی

ته دې خبرې کوه زه به درته ښه کومه
دا خوله دې ماته شي چې تاته به پرې نه کومه

ستا د دیدن قحطي اوس دومره ډیره شوې ده چې
تش په یادونو دې جانانه ګوزاره کومه

چې زړه دې واخیستو خولګۍ به خامخا راکوې
ګرانې ملا یمه تعویز په شکرانه کومه

ما په غزل کې ستا د یوې ښکلا ستاینه کړې
دا خلک هسې وایي زه مبالغه کومه

یاره یو ستا په”هو“ او ”نه“ باندې پوهیږمه نه
زه مې د زړه خبره تل درته ښکاره کومه

نور مې د خپل غزل په ګټه باندې پوه نه یمه
”رازه“ یو چاته پکې تل د زړه کیسه کومه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د